کور / z_buitenland_news -- 5 / المان د کاريکاتورونو د خپرولو له امله بخښنه نه غواړي

المان د کاريکاتورونو د خپرولو له امله بخښنه نه غواړي

 

دالمان دكورنيو چارو وزير  په اروپائى  ورځپاڼوكښې  دحضور پاك نبى ص  رسالت  ته دسپكاوى په اړوند خپاره  شوى  رسمونو له غندلو څخه انكار كړى دي  دعربى ټيلى ويژن  دخبر له مخى  له يوى  المانى  مجلى  سره په خبرو كښى  دجرمنى دكورنيو چارو وزير ويلي  دي  چې  دنوموړو خاكو او رسمونو په خپرولو  باندى  بنديز لګول  د مطبوعاتو داّزادۍ  پرخلاف  دى ده زياته كړه كومو ورځپاڼو چي  تر اوسه پورى  دغه خاكى او رسمونه نه وى  خپاره كړي  پدى اړوند دي په خپلو پريكړو له سره كتنه وكړى ده داهم وويل  چې  هيڅوك  نه شي كولى  ورځپاڼى  دخاكو اورسمونو له خپرولو څخه منع كړي ځكه  چې  دا د  خپلواكو مطبوعاتو پرخلاف عمل دى. د يوه بل خبر له مخي نن اروپايي حکومتونو پر مطبوعاتو ږغ کړی دی چي د حضرت محمد ص کاريکاتورونه دي خپاره کړي تر څو د مطبوعاتو ازادي په عملي ډول څرګنده سي ، دوی وايي چي په دې ډول به ډنمارک يوازنی هيواد نه شي پاته چي دا کار به يې کړی وي بلکي نور هيوادونه دي هم ورته عمل ترسره کړي ، دې کار په اروپا کي هم د مسلمانانو غوسه راپارولې ده .