کور / z_buitenland_news -- 5 / امريکا:طالبانو په چاودنو او سړي تښتولو کي زياتوب راوستلی دی

امريکا:طالبانو په چاودنو او سړي تښتولو کي زياتوب راوستلی دی

 

په ناټو كښى  دامريكي  استازى  ويكتوريانولند په ډاګه  كړيده چى  پدى  وروستيو مياشتو كى طالبانو په  زياتو بم ايښودنو، سړى تښتونى او ملكى  وګړو په ځورولو لاس پورى كړيدى. ده ادعا كړى ده  چى  ددغه   نوى تاكتيك  كارول به  بيخى دطالبانو د ډلى  په زيان وى  ځكه چى  په ملكى  وګړو باندى  بريدكول  له تمدن  څخه  د دوي  دتيښتى  او ګوښه توب په مانا دى  داڅرګندونى  پداسى  مهال كى را مخى ته كيږي  چى  څه موده مخكى  د ناټو  عمومى منشى  افغانستان ته  په راتګ  كى  ويلي  و چي  پدى هېواد كى  دامنيت  راوستل دناټو دځواكونو اختيارى ماموريت  ندى بلكى  دا يو اړين عمل دى ځكه چى  زمونږ امنيت دافغانستان له امنيتي  حالت سره نيغه اړيكه لري  ويل كيږي  چى  پدى وروستيو كى د ناټو سازمان  غړى هيوادونه افغانستان ته د خپلو ځواكونو درا استولو په سرپه شخړه واّن تردى  چي  دامريكي  د دفاع  وزير  پدى اړوند دناټو د ټوټه ټوټه كيدو خبر وركړي و.

  يادونه :که تاسو د لراوبر ويبپاڼي د خپرونو په اړه نظر لرئ ، په نظر پاڼه کي يې وليکئ