کور / تازه خبرونه / محمودخان:په پاکستان کي مارشلا لګول سوې ده

محمودخان:په پاکستان کي مارشلا لګول سوې ده

 

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند چيرمين دمحكومو  قامونو تحريك پونم مشر محمود خان اڅكزي  وئيلي  دي چي  دنيشنل  سيكورټى كونسل دلارې په هېواد كښې  په مستقل ډول مارشلاء لګول شويده اسلام اّباد كښې وكيلانوته د وينا په ترڅ كښې ښاغلى اڅكزي  زياته كړه چى  دپاكستان وسله وال پوځ او جاسوسي  ادارې هغه وخت ښه كردار  ادا كولې  شي چى  دوی  دسياست څخه لاس واخلي او خپلې  ورسپارل شوې  دندې تر سره كړي ښاغلي اڅكزي  زياته كړيده چې  ولس هغه خلك  په انتخاباتو كښې رد كړو كوم چې  هره ورځ دحالاتو سره بدليږي محمود خان اڅكزي   زياته كړه چې  پيپلز ګوند ن  ليګ او عوامي  نيشنل  ګوند دي دق  ليګ څخه سبق واخلي او ولس مشر مشرف  بايد دولس پريكړه تسليم كړي  اودخپلې  دندې څخه لاس په سر شي محمودخان اڅكزي  دامريكا او  اروپائي  يونين پردوه مخې  تګلاره باندې نيوكې كولو سره وويل چى  امريكا به اوس دغه پريكړه كوي چې  ديوه كس  ملګرتيا كوي او يادشپاړس كروړه ولس  ملګرتيا كوي جسټس  افتخار  چودري  د ولس دسترې محكمې  رئيس  دى  پارلمان  او ولس به نوموړى  ضرور  پرخپله څوكى  پيرته بحاله كوي.

 يادونه :که تاسو د لراوبر ويبپاڼي د خپرونو په اړه نظر لرئ ، په نظر پاڼه کي يې وليکئ