فضل رحمان : د مذهبي ګوندونو تر منځ اختلافات ختموو

د لراوبر اداره | فبروري 27th, 2008


 

 دجمعيت علماء اسلام فضل الرحمان ډلې پريكړه كړيده چې  دشپږو مذهبى ګوندونو ترمنځ اختلافات به ختم كوي او ايم ايم اې  به بيرته  فعاله كوي  په اسلام اّباد كښې دجمعيت علماء اسلام  د مركزى مجلس عامله غونډه وشوه دغونډي مشري  مولانا فضل الرحمان وكړه د شخصي تلويزون  ترمخه د جمعيت علماء اسلام غړو دشپږومذهبي  ګوندونو اتحاد ايم ايم اې دبيرته فعاله كولو وړانديز وكړ ددغه  مقصد لپاره به مولانا ساجد نقوى  وقاضي حسين احمد ته وليږل  شي  او قاضي حسين احمد به دغه خبرې  ته راوغواړي چې  د ايم ايم اې په فعاله كولو كښې ونډه واخلي په غونډه كښې ويل شويدي  چې  د مذهبى  ګوندونو دماتې  خوړلو لوى علت دايم ايم اې ترمنځ اختلافات وْ  چي  دهغه ګټه  مسلم ليګ ن   او پيپلز ګوند تر لاسه كړه په غونډه كښې دنوي حكومت په هكله هم خبرې  اترې  وشوې  مولانا فضل  الرحمان  په غونډه كښې  ګډون كوونكي د اصف زرداري  سره دليدلو په حال خبر كړو.

 

Copyright Larawbar 2007-2024