کور / z_buitenland_news -- 5 / داپوزيشن ګوندونو د تل لپاره د پوځي حکومت ختمولو خبره وکړه

داپوزيشن ګوندونو د تل لپاره د پوځي حکومت ختمولو خبره وکړه

 

دپاكستان د اپوزيشن درې ستر و ګوندونو پاكستان پيپلز ګوند پاكستان مسلم ليګ  ن او عوامي نيشنل  ګوند اعلان وكړ چې  په ګډه به دجمهوريت لپاره كار كوي دپاكستان پيلزګونددمرستيال مشر اصف على زرداري لخوا په اسلام اّباد كښې  دپيپلز ګوند پاكستان مسلم ليګ ن  عوامي نيشنل  ګوند او دقومي  اسمبلۍ  خپلواكو غړو ته ميلمستيا وركړل شوه پدغه ميلمستيا كښې دقومي  اسمبلۍ  يو سلو يو اويا 171  غړو ګډون درلود درې  واړو ګوندونو د ګډ حكومت رامنځته كولو او  دپوځ دنده په سياست كښي  د تل لپاره ختم كولواعلان وكړ  د درې  واړه ګو ندونو مشرانو ژمنه وكړه چې  دامريت په  بشپړه توګه  له منځه  وړلو دپوځ په سياست كښې برخه ختم كولو  داسټيبلشمنټ  په سياست  كښې د لاس وهنې مخنيوي  او جمهوري پاكستان لپاره به په ګډه كار كوي د ستوري ته  د وينا كولو په وخت اصف على زرداري  وويل  چى  په هېواد كښې  دجمهوريت  دبحالۍ  او امريت  له منځه  وړلو غورځنګ ته دوام وركوو نو موړى زياته كړه چې  بې نظير بوټو  شهيدې  به دغه خبره  ډيره كو له چى  جمهوريت دغچ  اخيستنې  ترټولو ښه  لاره ده دبې نظير  بوټو شهادت  مونږ په پاكستان كښې دغښتلې ډيموكراسۍ  لپاره كار كولوته راغواړي  دنن غونډه دجمهوريت او هيلو يونوي پړاو دى اصف زرداري دامريت  او اسټيبلشمينټ  په مستقل  ډول  له منځه وړلو لپاره دسياسي ګوندونو څخه  په ګډه كار كولو غوښتنه وكړه د مسلم ليګ  ن  مشر نواز شريف  وويل  چى  دلته راغونډ شوي  خلك ولس مشر مشرف ته دغه پيغام  وركوي چي  زرتر زره استعفا شي  دعوامي نيشنل ګوند مشر اسفنديار ولي خان وويل  چى  دپاكستان ولس پراتلس فبروري  باندې  خپله پريكړه وكړه  داصولو دسياست څخه به هيڅكله  تيرنشم پدغه وخت اصف  علي زرداري نواز شريف، اسفند يارولي  او مخدوم امين فهيم يو بل ته ديووالي  لاس وركړ.


دغه ډول د يو بل خبر له مخي مخدوم  جاويد هاشمي وئيلي دي چې  د تل لپاره دهېواد څخه  دامريت لمن ټولول غواړو د حكومت لپاره چې څومره غړوته اړتياوي  هغو مره  شمېرموڅرګند كړ اسلام اّباد كښې دپاكستان  پيپلز ګوند مرستيال مشر په ميلمستيا كښې دګډون  كولو وروسته د شخصي تلويزون سره دخبرو اترو  په ترڅ كښې  دمسلم ليګ ن  مخكښ  جاويد هاشمي زياته كړه چې  د اّئين  قانون  او عدليې  پرته  ستونزې  رامنځته كيږي  او س مهال  دادارو ټينګوالي  ته اړتيا ده دغه مهال دپيپلز ګوند مخكښ سناتور رضا رباني  وويل  چى  مونږ له څه مودې څخه  د جمهوريت لپاره په ګډه  هلى ځلې كوو  حكومت ته پكار دي چې  زر تر زره داسمبلۍ  غونډه راوغواړي  اتحادي ګوندونه په هېواد كښې  دجمهوريت  او ادارو دمضبوطوالي لپاره كار كول غواړي.

 يادونه :که تاسو د لراوبر ويبپاڼي د خپرونو په اړه نظر لرئ ، په نظر پاڼه کي يې وليکئ