کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د ځوان شاعر نسيم خان ستوري شعري پيغامونه

د ځوان شاعر نسيم خان ستوري شعري پيغامونه

سیدرقیب روحانی
دنر د خولی  څخه نره خبره وځی  هو !


شاعران خو په پښتنو کې ډیر او هر یو شاعر خپل ځای لری خوداسی شاعران ډیر کم پیدا کیږی چې د خولی څخه ئې نره خبره وځی پدغه شاعرانو کې یو ځوان شاعر د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوری ځوی نسیم ستوری دی  چې پلار ئې په پښتو او پښتونوالی  مین او دده په شعرونو کې هم د ژوند خواږه ټول پراته دی په رښتیا هغه لاره چې کومه ئې په ژوندونی د پلار لاره وه نیولی ،ځان څخه ئې د پښتو او پښتونخوا مجنون او د پښتو اوپښتونخوا څخه لیلا ځان ته جوړه کړی ده دا شعر ئې د مینې او پاکی جذبی ثبوت وړاندی کوی چې وائې :


چـې  د  میــنـی  مـحـبــت   نـه  مـې  جـوړ  کور  دی


رقــیـبـان   دی   راتـه  ســوځـی  حـال  ئـې  نـور  دی



پـښـتـونـخـوا   زمـا  لـيـلا   زه   ئــې   مـجـنـون   يـم


زمـــا   زړه   کــې  د پــــښــتـو  د  مـــیـنـی   اور   دی



کـه   هـر   څـو   ئـې  دښــمـنـان   په کـرښـو  بـيل  کړی


لـرو  بـر  پـښتـانـه   يـو   دی    یـو   ئـې  کـور  دی



د  مـنــګـی  او   د  ربــاب    نـغـمــی     غــږیــږی


راته   ښکاری   پـه   حــجـره  کې  ټـنــګ  ټـکـور  دی



پلوشـی   د  میــنـی   هــر   خـوا   ته   خــوری   شــوی


د  نسیـم   په    دې    راتلـو  کې    دومـره    زور   دی



په رښتیا سره نسیم ستوری هغه ځوان فکره او بااسعتداده شاعر او قام پرست پر پښتو مین ځوان دی په شعرې نړۍ کې ئې د خپل پلار فکر او د هغه په پل ئې قدم ایښودی دی او قلم ئې کلک  په ګوتو کې ټینګ ستاتلی چې د ارواښاد د « قلم توره » ئې خپله کړی او د وطن قام غمونه ئې خوب ته نه پریږدی .


قـلـمه  نن   مې   د     دردونو     افـسـانـې    ولـيکـه


ما  ته  د  خپل   وطن   خوږې   خـوږې  قيصې  ولـيکـه



قـلمه   ستا د اوښکو  څـاڅکې   چې  لفظونـه  جوړی


ته   دی   په خپلو   اوښکـو ،  خپلې  تـرانـې    ولـيکـه



د  خوشـحـال   تـوره    وی  د نـنګ  پـه  هـر  ډګر  قـلـمـه


د  ميرویس خـان  فـخری افغان  ښې کارنـامې   ولـیکـه



قـلـمه   ته  د پښتـو  هـر  رنګ  کـې  رنګونه  ګډ  که


ما   ته  د  خپلې  خـوږې   ژبـې    څو    لـهجې     ولـيکـه



نــور  بـه  قــلمـه   تـه  لـیکل  د پښتونـوالی کوی


اوس  د  نـسیـم   پـه   ژبـه   تـه  خـوږې   نــغـمې   ولـيکـه



نسیم ستوري خپل قلم صرف  او صرف د پښتنو د بیداری ، سوکالۍ  یووالی  لپاره په کار اچولی او پښتون ( افغان ) ولس ته ئې دا چغه اوچته کړی چې ټول په یو مرکز راغونډ شۍ ، تربګنی ورکه ، زړونه پخلا کړۍ  او د دوستۍ شملی نیغی وساتۍ  ، خو افسوس پدی چې د ښاغلی  نسیم خان ستوری شعرونه په انټرنټ کې ډیر ندی  او ځینی  ئې په مجله ګانو کې خپاره شوی دی کوم شعرونه چې مې لوستلی دی په مجله ګانو او یا په انټرنټ کې هغه شعرونه د هر لحاظه پاخه ، ښکلی او په تول درانه دی خپلی خبری د نسیم ستوری په دی شعر چې د« یو اواز» سرلیک لاندی دی پای ته رسوم .


زړونه چې پخلا شی  سـره   غیـږه  غیږه  غیږه  شـی


ورکه  تربګـنی  شـی  چـې  شـمله  د دوستـۍ نیغه  شی



مینه  شـی ښکلا په خنـدیـدو په ګـډیـدو راشــی


کله  چې  دوشمن  د مینی تیر له  خپله  تیغه شی



ذهـن  شـی  صـفا  د ورولـۍ او صداقـت  پـه لـور


ورک  ظلم  سـتم  شی  چې دا مـینه  هم بې  دریغه شی



بیا شی  طلبګار  زړونـه  د مـینـی  رهـبری  غواړی


پیـټـی   د غـمـونـو تـه چـې لاره  سیده  نیغه  شـی



را بـه  شی  نسـیم د آزادۍاو خپـلواکۍ په  لـور


ټول  پـښتانـه  یو  به  شی  په یو اواز به چیغه شی


د نسیم ستوری د لا بریالیتوب په هیله