کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / اسوشيټيډ پريس :حاجي بشر نورزی ولي او څنګه ونيول سو

اسوشيټيډ پريس :حاجي بشر نورزی ولي او څنګه ونيول سو


حاجي بشر نورزی  په نيويارک کي د مخدره موادو د قاچاقو په تور د امريکا د سي آی ايې له خوا ونيول سو او تر اوسه په امريکا کي د خپل سرنويشت په تمه دی ، د اسوشېټيډ پريس د خبر له مخي امريکايي څارنوالان وايي چي د حاجي بشر په اړه چي د طالبانو سره پر اړيکو او همکاريو او همدا راز د مخدره موادو د قاچاق په تور  تورن و په دې وروستيو کي خبري سوي دي . د نوموړي وکيل وايي چي دا وخت د حاجي بشر په اړه د قاچاقو د تورونو د ليري کېدوغوښتونکی دی وايي چي نوموړی په ۲۰۰۵ کال امريکا ته په رخصتي تللی و چي هلته ونيول سو ، حاجي بشر اوس د نيويارک د منهاتن په يوه هوټل کي د خپل سرنويشت معلومولو په تمه شپې ورځي تيروي .


نورزی د امريکا له خوا د تورنو کسانو په ليست کي يو مهم تن دی ، پر نورزي امريکا ته د  پنځوس مليونه ډالرو په لګښت د مخدره موادو لېږدولو تور دی ، د نوموړي وکيل دا ادعاوي  ردوي او وايي چي نورزي د مخدره موادو په قاچاق کي لاس نه لاره ، نوموړي وکيل فيشر وايي چي حاجي بشر نورزي په ۲۰۰۱ کال کي د سي آی اې د اجنټانو سره کتلي وو او دده په مرسته زيات شمېر هغه سټينګر توغندۍ چي د روسانو سره د جهاد پرمهال افغانانو ته ورکول سوي وو بيرته امريکا ته وسپارلې ، د حاجي بشر په اړه د محکمې اسناد د ۲۰۰۷ د اګست په مياشت کي بشپړ سوي وو خو د سې شنبې په ورځ خلکو ته څرګند سول ، حاجي بشر وايي چي په ۲۰۰۰ ميلادي کال يې د خپل پلار پر ځای په سيمه کي قومي مشرتوب ترلاسه کړ ، په ۲۰۰۱ کال په امريکا کي تر بريدونو وروسته حاجي بشر په  افغانستان کي د امريکا په پلوي حکومت رامنځته کېدو ملاتړ وکړ ، د نوموړي وکيل ښاغلی فيشر وايي حاجي بشر د امريکا له پوځي استازو سره خبري کړې وي او له خپلو خلکو يې وسلې راټولي کړي وې ، نوموړی وايي حاجي بشر د سټنګر توغنديو په ګډون څلور زره ميله وسله راټوله کړې وه او دا يې امريکايي ځواکونو ته سپارلې وه ، ښاغلی فيشر وايي چي امريکا له حاجي بشر نورزي څخه د طالبانو د بهرنيو چارو وزير سره د خبرو اترو لپاره د زمينې برابرولو هيله کړې وه چي ده دا کار وکړ خو امريکايانو د طالبانو د بهرنيو چارو وزير ونيوه او په دې کار سره د حاجي بشر نورزي اعتبار او په ولس کي دده نفوذ ته زيان ورسېده .  د ۲۰۰۱ ميلادي کال دډسمبر په مياشت کي حاجي بشر نورزی د شپږو ورځو لپاره دامريکايي مقاماتو له خوا توقيف سو او هلته ترې پوښتني کېدې . په ۲۰۰۴ ميلادي کال امريکايي اجنټانو د تروريزم پر ضد  يوې پروژې په اړه له حاجي بشر سره خبري وکړې او تر هغه وروسته نورزی د لنډي مودې لپاره امريکا ته لاړ، خو هغه د نيويارک د منهاتن په يوه هوټل کي ونيول سو او د مخدره موادو د قاچاق تور  ورباندي ولګول سو .


د نوموړي وکيل وايي  نورزئ له کله چي نيول سوی د نورو معلوماتو او همکارۍ هڅه کوي خو تر اوسه يې نتيجه نه ده ورکړې ، د امريکا په محکمې کي د حاجي بشر نورزي دمحکمې په اړه تر اوسه حکومت څه نه دي ويلي .


د لر اوبر ويبپاڼي يادونه :


نورزی چي  نړيوال پښتو مطبوعات يې نوم د ناسمي ترجمې له امله  بشير نورزی يادوي  بشير نه بلکي ( حاجی بشر ) نوميږي .که تاسو د لراوبر ويبپاڼي د خپرونو په اړه نظر لرئ ، په نظر پاڼه کي يې وليکئ