کور / تازه خبرونه / كندهار:طالبان به خامخادقومي مشرانوخبره ومني .

كندهار:طالبان به خامخادقومي مشرانوخبره ومني .

له شپږو مياشتو سلا مشورو وروسته په كندهاركې نوي رامنځ ته سوي مشورتي اصلاحي جرګې په رسمي ډول خپله لمړني ناسته وكړل اودسيمي په روانوحلاتوي تربحث وروسته پريكړه وكړل چې دغه مشورتي جرګه به په هره مياشت كې دوه نوبتي غونډي ترسره كړي .


دغه مشورتي جرګه چې پكې دټول كندهارميشت قومونه استازي لري د ۲۹ غړيوپه درلودلوسره يې مشردوه معاونين ،دوه منشيان اويووياندلري چې دجرګې له منځ څخه يې مشردشپږومياشتولپاره ټاكل كيږي .


دغې جرګې چې مخكي يې پخپلوكې څوناستي كړي قيوم كرزى يې دلمړنيوشپږومياشتولپاره دمشرپه توګه اعلان كړ.


په دې جرګه کې د سني او شيعه مذهبونو د لارويانو سربېره د  هندوانو استازي هم ګډون لري .
په لمړنۍغونډه كې دسيمه ئزوعننوو اوجرګوپه چوكاټ كې په پښتني سيموكې  دپرتوستونزوپرلري
كولوخبري وسوي


دجرګې مشرقيوم كرزى لراوبرته وويل چې يوازې حکومت نشي کولى ستونزې هوارې کړي ، دوى به له حکومت څخه ملاتړ کوي او حکومت به له دوى څخه .


دنومه وړي په خبره چې  نه يوازې حکومت دخلکو له همکارۍ پرته کوم کار کولى شي او نه هم دوي 
.
په كندهاركې ددغې لمړني مشورتي جرګې ټاكل سوي وياندتورن نيك محمدديوي خبري ناستي پرمهال دسيمي داوسنيوحالاتوداړتياله مخې دجرګې درامنځ ته كيدوترڅنګ دجرګې دلمړني توبونوپه اړه وويل 
چې كورني جنګيدونكي طالبان به دجرګې دغړوله لاري له دولت سره يوځاي كيدوته وهڅول سي .


نوموړي وويل چې داخلي طالبان  له همدې قومونو څخه دي او دخپلو قومي استازيو پرېکړه به ومني . 


دجرګې وياندڅرګنده كړل چې د جرګې استازيو له طالبانو سره اړيکې نيولي دي او دهغوى يو شمېر چمتو دي ترڅو ددې جرګې له لارې له دولت سره يو ځاى شي .
دمشورتي اصلاحي جرګې رامنځ ته كيدوپه سيمه كې خلګ خورازيات هيله مندكړي دي


نن چې موكله له ښاريانوسره پدي اړه خبري كولي ډيريويې ويل چې كه دجرګې غړي له پوره اخلاص څخه كارواخلي نوپه سيمه كې به روانوحالاتوحتمابدلون وكړي .