کور / شعر / زموږه ننګ

زموږه ننګ

رڼــا فـکـرورنـځـورانــوتــه بــرهــم ده(1)
دپـــوهنــي ســوالـګــرانـوتـه درهــم ده

دافغان پــه ننګ خــوشحال توره تړلي(2)
مـالــوړکــړي دافغان پــه نـنـګ قـلـم ده

دهـیـواد چـوپــړموموخه دافغان ننګ ده
په دی لارکي زماشریک ورسره غم ده

مــلګـرتیا بـه مـي تـرقـبـره ورسره وي
دپـتـمـن پـښتـون پــه خـوی زمـاقـسم ده

دافغان پـه ننګ شملي زمـوږدي لـوړي
پښتونخواکي که میوند ده که تـورخم ده

مـوږه ظلـم وزورتـیـري پـه هیچا نکړو
تل جوړ کړي په موږ نورو تورماتم ده

پـه تاریخ کي مـوږه پـاک یـوتـرهنداري
مګرګوره چه پښتون په هرځاي ګرم ده

دافغان په ننګ سرلوړي (علي خان) ده
دانـسـان لــه پـيـدایـښت نـه تـردې دم ده
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
1 / برهم : درمل ، دواء .
2 / خوشحال خټک دپښتنو نا متو اتل .