تازه خبر : پاکستان سختي زلزلې ولړزوئ video

مختار احمد احسان | جنوري 18th, 2011


د پاکستان په جنوب ختیځ کي یوه درنه زلزله رامنځته سوې، چي تاثیرات یې د کویټې څخه د اېران تر زاهدان پوري رسیږي .
د امریکا د متحده ایالاتو د جیولوجیکي سروې د راپور پر اساس نوموړې زلزله د ریختر په مقیاس د ۷،۲ درجو په اندازه ده . راپور زیاتوي چي زلزله ښايي لس کیلومتره ژوروالی ولري .

 
د زلزلې له امله د ځاني او مالي زیان په اړه تراوسه راپورونه نه دي خپاره سوي، خو جغرافیه پوهان د سخت مالي او ځاني زیان په عقیده دي .

په ۲۰۰۵ زېږدیز کال کي په کشمېر کي ۷،۶ درجې زلزله رامنځته سوه، چي له امله یې ۷۳۰۰۰ تنو خپل ژوند دلاسه ورکړ .

Copyright Larawbar 2007-2024