طالبان : قومی مشر یو امریکایی افسر ووژﺉ
د طالبانو ویاند قاری یوسف احمدی رسنیو ته ویلی چی پرون د هلمند ولایت د سنګین ولسوالي د ساروان کلا د زیدانانو په سیمه کی یو قومی مشر ( مامور معراج الدین الکوزي ) د ځان سره درې ډبری واخیستې او امریکایی او افغانی ګډی قرارګاه ته ورغی او د خبرو اترو لپاره یې د امریکایی قوماندان سره ملاقات وغوښت . کله چی یو امریکایی افسر ورته راغی نو دغه قومی مشر هغه پر سر په هماغه ډبرو تر ګوزار لاندی راوست او ځای پر ځای یې وواژه څو چی وروسته نورو پوځیانو دغه قومی مشر هم وویشت . احمدی زیاتوی چی معراج الدین الکوزي د زراعت رشته لوستلې او مامور و .
د یادونی وړ ده چی څلور کاله مخکی د کندهار د شاه ولی کوټ په ولسوالي کی هم یو ځوان هلک ( عبدالکریم ) یو کاناډایی پوځی د خلکو په منځ کی په تبر پر سو وهلی او وژلی و .