په هلمند کی یو امریکایی پوځی ووژل سو
پنتاګون اعلان وکړ چی پرون په هلمند ولایت کی یو امریکایی مرین پوځی د دښمن لخوا ووژل سو خو نور هیڅ وضاحت یې ورنکړ چی څنګه ووژل سو .
مخکی طالبانو ویلی وو چی یو قومی مشر پرون په ساروان کلا کی یو امریکایی افسر په ډبرو وواژه ، خو دا معلومه نه ده چی دغه هماغه حادثه ده او که بله .
په دې سره د جنورۍ په ۱۸ ورځو کی د امریکایی پوځیانو تلفات ۱۵ ته ورسېدل .