کور / سپورټي / افغان كريكټ بورډ د اماراتو دپاره خپله الف لوبډله اعلان كړه

افغان كريكټ بورډ د اماراتو دپاره خپله الف لوبډله اعلان كړه

د افغانستان کريکټ بورډ په عربي متحده اماراتو کي د ابوظبۍ، شارجې او دوبۍ الف لوبډلو سره د لوبو دپاره افغان الف لوبډله اعلان کړه.
افغان الف ملي لوبډله به اماراتو ته په ۲۳ د جنوري سفر کوي، د نوموړي لوبډلي لومړۍ لوبه به د جنوري په ۲۵ نېټه پېل کيږي.
د افغان کريکټ بورډ د غوراوي او تخنيکي کمېټو وروسته تر ډيرو څېړونو او د لوبغاړو پخوانيو لوبو په کتلو نوموړې لوبډله په لاندې ډول جوړه کړې ده:
فضل رحيم نيازی( کپتان)، اول خان، نجيب ترکی، شکور ذکي( مرستيال کپتان، علي بهزاد، رحمت شاه، شېر خان، عبد العادل، عمران خان، نصرت قريشي، لعل خان، نسيم خان، عبيد کنړی، خوشحال خان.
مرستندويه لوبغاړي:
دولت ځدران، حمزه هوتک، ضياء الحق.
رسمي کارکونکي د لوبډلي سره په دې سفر کي:
تاج ملک عالم د لوبډلي روزونکی، تواب ظفرزی د لوبډلي مدير او د ملي لوبډلي ډاکټر عظيم ملک.
د افغان الف لوبډلي تر دې دمه مهال وېش په لاندي ډول دئ:
افغان الف ملي لوبډله به د شارجې کريکټ سټډيم کي دوه شل اوريزي درې يو ورځنۍ او دوې دوې ورځنۍ لوبي کوي.
يادونه: نور اړين معلومات د دې لوبو په اړه به ډېر ژر پر ليكه سي.