کور / سپورټي / افغان کريکټ ملي لوبډله د کينيا او کاناډا سره لوبي کوي

افغان کريکټ ملي لوبډله د کينيا او کاناډا سره لوبي کوي

افغان کرکټ بورډ ته د کريکټ نړيوالي شورا د افغان ملي لوبډلي د دوو لوبو مهال وېش اعلان کړ، افغان کرکټ ملي لوبډله به د فبروري په ۶ نېټه د کينيا او په ۸ نېټه د کاناډا سره يو ورځنۍ دوې لوبي کوي.
دواړي لوبي به د عربي متحده عربي اماراتو د شارجې په لوبغالي کي ترسره کوي او درې نوري لوبي به د اماراتو سره هم کوي خو تر اوسه پوري افغان کريکټ بورډ ته د اماراتو کرکټ بورډ د اماراتو سره د لوبو په اړه مهال وېش نه دئ معلوم کړي خو زيات امکان سته چي افغان ملي لوبډله به د اماراتو سره لومړۍ لوبه پر ۲۹ نېټه کوي.
افغان ملي لوبډله به د حميد حسن په مشرۍ متحده عربي اماراتو ته د جنوري په ۲۷ نېټه سفر کوي او دا ټولې لوبي به د افغان ملي لوبډلي په کورني کريکټ سټډيم( شارجه) مې ترسره کيږي.
د دې لوبودپاره افغان کريکټ ملي لوبډله په لاندي ډول ده:
حميد حسن ، نوروز منګل ، کريم صادق ، نور علي ځدران ، شاپور ځدران ، ميروېس اشرف خروټى ، شفيق الله شفق ، ګلبدين نايب ، سميع الله شينوارى ، شبير نوري ، عبدالله مزارى ، محمد سميع اغا ، محمد شهزاد ، محمدنبي عيسى خېل ، جاويد احمدي او اصغر سلام خېل