لورلايي : بمي چاودني دوه کسه مړه يو ژوبل سو

مالک اڅکزی - کوټه | جنوري 19th, 2011


د سهيلي پښتونخوالورلائي ضلعې د لوڼي سماولنګ په سيمه کښي بمي بريد کښي دوه وګړي مړه او يو سخت ژوبل شو۔ پښتونخوا ملي عوامي ګوند د هم دغه بمي بريد په سخته غندنه کړيده او وياند يې زياته کړه چي په پښتونخوا وطن کښي به هيچ چا ته د ترهګري د عملياتو اجازه ور نکړي۔ او د پښتونخوا وطن د اولس په مرسته به د هر رنګه ترهګران او ترهګري پيښو مخنيوي لپاره خپلو سياسي لارو چارو ته لا دوام ورکړي۔
ديادوړ ده چي د لوڼي سماولنګ سيمه دسکرو(کوئلې) معدني وسائلو د سترو زخيرو ډکو سيمو کښي شميرل کيږي۔ او دغه ټول معدنيات د پښتون افغان ملت ملکيت دي۔ خو د ځيني ترهګرو عناصرولخوا پر له پسې په لوڼي سماولنګ کښي کارکونکو مزدورانو، تجارانو او هلته د لوڼي سماولنګ اوسيدونکي اولس په زد بمي بريدونه، راکټونه او د هدفي وژنو په لړ کښي ګڼ شمير اولسي وګړو خپل ژوند د لاسه ورکړي۔

Copyright Larawbar 2007-2024