امریکایانو سربسته کلی لوټي -لوټي کړ

د لراوبر اداره | جنوري 21st, 2011


کندهار ، ارغنداب - د تره کو کلاچه د امريکايانو تر عملياتو مخکي او وروستهامریکایی خپرونه ( وایرډ ) راپور ورکوی چی امریکایی قواوو پر کندهار د خپلو پوځی عملیاتو پر مهال د ارغنداب ولسوالۍ د ( تره کو کلاچه ) په ۲۵ ټنه بمونو سره له بیخه وکښله او لوټی لوټی یې کړه . راپور وایی چی کله امریکایی پوځیانو پر دغه کوچني کلی د یرغل اراده وکړه نو ډیر پوځیان یې په مابنونو معیوب او بې پښو سول . نو هغه و چی قوماندان یې وخښمېد او د ټول کلی د تباه کولو امر یې ورکړ او په دې ډول دغه کلی نور نو د نقشې څخه ورک سو .
راپور زیاتوی چی امریکایی پوځیانو د ملکی خلکو کورونه ، باغونه ، ونی او پیداوار پر داسی موسم باندی تباه کړل چی د حاصل او عاید وخت یعنی د اکتوبر میاشت وه .
راپور زیاتوی چی که امریکایان په دې ډول د خلکو د زړونو ګټل غواړی نو برﺉ یې ډیر مشکل دی .
ویل کیږی چی هغوی د ارغنداب ، ژړۍ او پنجوایی ولسوالیو خلکو ته له دې درکه ۱۰۰ ملیونه ډالره زیان اړولی دی .

Copyright Larawbar 2007-2024