په جلا برېدونو کي يو قومندان زخمي او يو ملک ووژل سو
نن سهار د کندهار ښار د لو والې په سيمه کي د عيدګاجادې د پوستې قومندان باچا د نامالومه وسله والو کسانو لخوا په ډزو وويشتل سو چي دا مهال تر درملني لاندي دی .دغه ډول نن ماښام د سهارنۍ پېښي ځای ته نژدې وسله والو کسانو د ارغنداو د کښته خسرو ملک کريم داد په ډزو وويشته او ویې واژه . ددې دواړو پېښو عاملين په تښته بريالي سوي دي ، د کندهار امنيتي چارواکي وايي چي د دواړو پېښو په اړه پلټني کوي . معلومه نه ده چي د ننيو پېښو شاته د چا لاس دی .