تازه خبر:عرب اماراتو او عمان هم په افغانستان کي عمليات کړيدي
د متحده عرب اماراتو او عمان قومندويي ځواکونو او د ترهګرۍ ضد سرتېرو په افغانستان کي د ناټو او ايتلاف د ماموريت په چوکاټ کي برخه اخستې وه ، دا خبره نن د ويکي ليکس لخوا خپروو سوو اسنادو له منځه په بروکسل کي راپورته سوه ، په اسنادونو کي راغلي چي عمان او عرب امارات يوازني دوه ګوني عرب هيوادونه وو چي د ناټو په چوکاټ کي يې د القاعده او طالبانو پر وړاندي جګړه کي برخه اخستې وه خو دا خبره تر اوسه د ناټو او نوموړو هيوادونو لخوا پټه ساتل سوې وه .
څنګه چي دا خبر څو شېبې مخکي په بروکسل کي راپورته سو ، تر اوسه پوري دواړو عرب هيوادونو ، افغان دولت يا امریکا عکس العمل نه دی ښوولی ، د عرب اماراتو او عمان د قومندويانو او ترهګرۍ لپاره د ځانګړو کارکوونکو د کار جزيات نه دي څرګند سوي .