البانیا : د لاریونونو له امله ۳ مړه او ۴۷ نور زخمیان سول video

مختار احمد احسان | جنوري 21st, 2011


په البانیا کي د حکومت پر ضد مخالفو ډلو لخوا د لاریونونو له امله ۳ تنو خپل ژوند دلاسه ورکړ او د ۱۷ پولیسو په شمول ۳۰ نور لاریون کوونکي زخمیان سول . د البانیا مرکز تیرانا د نظامي روغتون ډایرکټر “الفرېډ ګېګا” د قربانیانو په اړه وايي چي د یوه په سر او د دوو نورو په ځیګر کي ډزي سوي وې . همداراز د پيښي په اړه عیني شاهدان وايي چي لاریون کوونکو پولیس په ډبرو ویشتل او پولیسو د اوښکو بهونکی ګاز څخه استفاده کول .

بېلابېل راپورونه لیکي چي د محافظه کار حکومت پر ضد شاوخوا شل زره تنه پر حکومتي تعمیرونو را چاپېر سوي وه او اوږدمهاله لاریونونو ته یې ادامه ورکول .

  ټولنیزي مخالفي ډلي د البانیا پر اوسني حکومت د اداري فساد او رشوت تور لګوي . نوموړي زیاتوي چي د ۲۰۰۹ کال انتخابات په فوق العاده ډول سره نه دي ترسره سوي .



Copyright Larawbar 2007-2024