هلمند : د يو شمېر تارياكو د نيولو خبر وركړل سو

عطاالله محمدي | جنوري 23rd, 2011


د هلمند ولايت امنيتي چارواكي وايي چي په دې ولايت كي يې د يو لړ پلټونكو عملياتو په ترڅ كي چي په تيرو څو ورځو كي ترسره سول په پايله كي يې ۷۳ كېلو ګرامه تارياك او درې ميله پيكاوي نيولي.
چارواكي همدا ډول وايي چي په ورته وخت كي يې په ګرشك ولسوالۍ كي دوه ميله كلاشينګوفونه او پنځلس كېلوګرامه چاودېدونكي توكي هم نيولي.

Copyright Larawbar 2007-2024