افغان كريكټ بورډ : احمدزى نه دئ تښتول سوى

عطاالله محمدي | جنوري 23rd, 2011


افغان کريکټ بورډ تر دې دمه ټولي هغه اوازې ردوي چي ګمان کيږي د ملي لوبډلي پخوانى لوبغاړى، د کريکټ بورډ د تخنيکي څانګي او وايسو شخصي مؤسيسې مشر رئېس احمدزى تښتول سوى دئ.
رئېس احمدزي پرون د افغان کريکټ بورډ څخه رسمي رخصت اخستى و، ښاغلي پرون کور ته روان سوى او اوس مهال د پاکستان په ايبټ اباد کي دئ.
دولت احمدزي د افغان کورني کريکټ مسؤل چي سره نژدي اوسيږي لږه شېبه مخکي وويل چي نوموړى په خپل کور کي دئ او د ډيري ستړيا له امله يې خپل تليفونونه بند کړي و.

Copyright Larawbar 2007-2024