کور / خبرتیا او پيغامونه / کندهار : د ګلانو او نیالګیو نندارتون وړاندي کيږي

کندهار : د ګلانو او نیالګیو نندارتون وړاندي کيږي

د  افغان نوښت مشورتي دفتر او د زراعت محترم ریاست لخوا د کندهار په لرغونی ښار کښی د لومړی ځل لپاره د ښکلو ګلانو او نیالګیو یو په زړه پوری نندارتون وړاندي کیږی.


په دغه نندارتون کښی به رنګا رنګ ګلان او نیالګی، تخمونه، زراعتی دواوی، او ماشینان نندارې ته وړاندی کیږی، نو تاسی هم لیدنه ورڅخه وکړی او د قدرت د ښکلا څخه خوند واخلی.


د نومړی ننداری موخی دا رنګه دی


١. د کندهار چاپېريال ساتنې او ښکلا ته د خلکو پام اړونه.


٢. ګلونو او نيالګيو ته بازار موندل تر څو له دې لارې د کروندګرو او بزګرو وروڼو اقتصاد وده و مومي.


٣. په دولتي کرنيزو پروګرامونو کې پراخ ګډون کولو ته د خلکو هڅونه او تر منځ يې باوري فضا رامنځته کول.


٤. د ناوړو کښتونو د له منځه وړلو لپاره د ګټورو لارو چارو موندل او په دې برخه کې د هڅو ګړندي کول.


 


نوموړی نندارتون به حوت د میاشتی د ۱۱ څخه تر ۱۷ نیټی پوری د غازی پارک په انګړ کښی دوام ولـــــــــري.


د لا زیاتو معلوماتو لپاره په لاندی شمیره تماس ونیسی


۰۷۰۰۳۳۰۲۴۷


info.aicb@gmail.com