کور / تازه خبرونه / افغان دولت په هلمند کي د ۲۵ طالبانو د وژل کېدو خبره کوي

افغان دولت په هلمند کي د ۲۵ طالبانو د وژل کېدو خبره کوي

خبر:۲۰۰۸-فبروري ۲۸


افغان د دولت د هلمند ولايت  د نادعلي ولسوالۍ د مارجې په سيمه كي  د يوه ستر قوماندان په په ګډون د پنځه ويشتو وسله والو طالبانو د وژل كېدو او دو تنو د نيول كېدو خبر وركړى دى .


دا خبري نن د هلمند د پوليسو مشر مل پاسوال محمد حسين انډيوال په يوې خبري غونډي كي خبريالانو وكړې .


په عين حال كي د افغانستان  د كورنيو چارو وزارت هم د يوې خبرپاڼي له لاري په نوموړي ولايت كي د پنځه ويشتو وسله والو طالبانو د وژل كېدو پخلى كړى دى .


د افغانستان د كورنيو چارو وزارت د پنج شنبې په ورځ د يوې خبرپاڼي له لاري د هلمند ولايت د نادعلي ولسوالۍ د مارجې په سيمه كي د پنځه ويشتو وسله والو طالبانو د وژل كېدو خبر وركړى دى .


خبرپاڼه زياتوي چي په وژل سويو كسانو كي د وسله والو طالبانو يو غټ قوماندان ملا نقيب الله هم شامل دى .


د هلمند د پوليسو مشر مل پاسوال محمد حسين انډيوال نن خبريالانو ته په يوې خبري غونډه كي وويل چي جګړه ورسته له هغه پيل سوه كله چي وسله والو طالبانو پر پوليسو بريد وكړ چي په پايله كي يې پنځه ويشت تنه ووژل سول او دوه تنه ژوندي ونيول سوه .


ښاغلي انډيوال د يوه پوليس د ټپي كېدو خبر هم وركړ .


د پوليسو مشر زياته كړه چي په تر سره سوې جګړه كي د وسله والو طالبانو څخه يوه اندازه وسلې او مهمات هم نيول سوي دي .


وسله والو طالبانو د جګړى د پخلى تر څنګ د خپل يوه ملګري وژل كېدل منلې خو افغان سرتيرو ته يې د زيان په اړه څه نه دي ويلي .


دا په  داسي حال كي ده چي دوې ورځي وړاندي د مارجې په سيمه كي يو تن پوليس چي خپل كورته په رخصتۍ تللى وو د دولت د دولت د مخاليفينو لخوا ووژل سو .