کور / کیسه / کندهارى

کندهارى

 
پر لوړه پوله  بوډا  ناست و ، مخامخ  نړېدلې خټينې کلا ته يې کتل . د کلا  د لرګي لوى ور سوزېدلى و ، خونې چپه پرتې وې  او د کلا په منځ کې د سکرو ټيټې ونې ولاړې وې .
 
 بوډا يو ناڅاپه لړزې واخيست ، پورته شو د کلا په لوريې منډه کړه ، کلا ته نږدې يې غېږ پرانيسته :
شکر ، ټيټ شو تا به وې کوم ماشوم په سرښکلوي ، لا سونه يې بېرته را ټول کړل ، کړوپه ملايې سمه کړه،  پر نړېدلو ديوالونو  يې نظر وګرځو او بيايې يو دم رامنډه کړه  .
 
 ستړى شو ، کېناست ، ژوره – ژوره ساه يې را وېستله او د ټنډې په ګونځو کې يې خولې تاوېدې را تاوېدې .
 پر اوږه مې ورته لاس کېښود :
 بابا !
دومره په شوق کلا ته لاړې  او بيا … ؟!
د هغه خوله وچه وه ، غاړه کې وچه مرۍ   تله راتله او ډنډ سترګې يې زما په سترګو خښې کړې وې او له بڼو يې يوه _ يوه اوښکه څڅېده .
   
يو دم يې خوله پرانيسته !
هلته مې ګلالۍ  – ګلالۍ لمسيان وو ،  اولادونه مې وو هغه ..  سلګيو واخيست ، لړزې ونيو .
ماکې هم د پوښتنې وس نه و ، غلى وم . کله مې مخامخ نړېدلې کلا او کله مې ترخوا ناست بوډا ته کتل .
 يو ناڅاپه يې له زنګنو سر پورته کړ ، اسمان ته يې وکتل تا به وې اوس هم خپل قاتلان په هوا کې وينې . مخ يې سور شو سترګې په کولکو کې راووتې ،   هماغه شان يې پورته کتل  او په خبرو يې پيل وکړ :
ځوانه !
په هغه ورځ  يو نا څاپه په هوا کې غږونه شول  ، څو الوتکې ښکاره شوې ، تاوېدې  را تاوېدې . درزهار شو تا به وې  له اسمانه د سکروټو ږلۍ اوريږي .
 د انږدې کلى  وينې ؟ څو طيارو پرې سينې خالي کړې او په لنبو کې ورک شو ، زه د ژېړۍ  ( د کندهار يوه  ولسوالۍ ) بازار کې وم  چې کله را ورسېدم  له کلې اورونه راتاو وو او غېږ _ غېږ لمبې هوا ته پورته کېدې .
 په منډه راغلم د لنبو په منځ کې مې خپل …  له دې خبرې سره يې يو زوروره چيغه وکړه   زړه مې ډيپ ولويد ، بدن مې سست شو ، ماوې که په سر مې بم ولويد .
 سپين ږيري ډېر وس وکړ خو کيسه يې پوره نه کړه  ، شوڼدې به يې بېرته کړې ،  و به رپېدې خو د خبرو په ځاى به ترې چېغه ووته .
 شيبه دواړه غلي وو ، بوډا بيا ځان خبرې ته جوړ کړ ، مخ يې  را واړو :
 ځوانه ! ډېر وخت شو چې زه کلي ته نه ځم  ، چې کله ورشم د ماشومانو شور ماشور مې په ياد شي ،   لمسيان مې په زړه را وګرځي  چې رامنډې به يې کړې او پښو نه به مې را تاوو شول .
  اوس کلى غلى دى ، هغه شور په کې نه شته ، اوس راته څوک د بابا نارې نه وهي زه اوس هلته نشم تلى ، زه بې څوکه شوى يم ، زويه ! دې کاپرو په دې اخر عمر يوازې کړم .


 numandost@yahoo.com