کور / تازه خبرونه / دوه يم نړيوال کنونسيون ( کنوينشن ) په پېښور کښې کيږي .

دوه يم نړيوال کنونسيون ( کنوينشن ) په پېښور کښې کيږي .

پېښور : دپښتو ادبي چمن ټل لخوا په پېښور کښې غونډه وشوه،په غونډه کښې اسير منگل ،سليم بنگښ او ډاکټر ميا سهيل انشاء وړانديز وکړ،چې دملگرو ملتونو سازمان (يونسکو)  2008 ميلادي کال دمورنيو ژبو کال گڼلى ؛ نو بايد ،چې په دې اړه دپښتو ژبې څېړنغونډه راوبلل شي . پښتو ادبي چمن ټل ومنله،چې د 2008 ع کال په دوام کښې به دپښتو دوه يم نړيوال کنونسيون په پېښور کښې راوبلل شي، دنړۍ ټول پښتانه بايد ددغې کنونسيون دجوړښت لپاره دپښتو ادبي چمن ټل سره مالي ،معنوي او فزيکي مرسته وکړي او ليکوال دې دپښتو ادب ،سياست او نورو برخو کښې خپلې ليکنې پښتو ادبي چمن ټل ته راوليږي .


اسير منگل مبايل نمبر : 0300 – 5973862


سليم بنگښ مبايل نمبر : 0300- 5905015


ډاکټر ميا سهيل انشاء مبايل نمبر : 0333- 9125641