کور / شعر / دواده شپه

دواده شپه

هسی دژوند یوه شیبه شی تیره
د واده شپه ډیره خوږه شی تیره

دا نوی ژوند نوی حالات چی ګوری
داټوله شپه یوه ثانیه شی تیره

نازک خیالونه په نازکه ادا
شو رابرسیر یوه قصه شی تیره

چی سور سالو یی کړه راپورته کله
دسپوږمۍ مخ یوه لمبه شی تیره

بیا چی دی یار درته کتل نه کوی
دغه لحظه لږ څه ترخه شی تیره

په پستو شونډوچی مسکۍ غوندی شی
یو څو حرفونه زمزمه شی تیره

کله هیریږی ډیر دقدر شپه ده
لکه یو خیال یوه ټپه شی تیره

خدای دی دلبر راته خوشحاله لری
چی می دژوند ښه ګذاره شی تیره

دژوندون رازپه دغه شپه کی پروت دی
غواړم سوکاله اینده شی تیره

ډیر ښه راغلاست ورته دزړه له تله
څومره خوږه خوږه جرګه شی تیره

زما(حیران)نه چی ګیله ونکړی
دحیران یو ساعت وی غصه شی تیره