کور / شعر / زما دردونه

زما دردونه

زما دردونه جامي نه دي چي له تنه ئ وباسم.
چغي او آوازونه هم ندي چي ځمكي آسمانونه په ولړزوم،او د
ناآرامه زړه غزل او ترنم هم ندي چي په شپيلۍ كي ئ وږغوم
زما دردونه يواځي زما د انديښنو ويښيدني او پوهيدني دي،چي
زما د ذهن په ژورتيا كي ئ پوښتني او گرويږني رازيږولي دي.
هو: زما دردونه ددى وخت دردونه دي، ددى وخت دخلگو
دردونه دي چي له ځانه سره ئ لرم،او زما د روح په ژورتيا
كي زما دغرور په ستو مانه اوږو لكه د لوۍ راز د پيداكيدوپه
شان په غځيدو دۍ،اوزما په دننه نړۍ كي ئ داسي غوغاوي جوړي
كړي دي چي د هستۍ دحقيقت د پيداكيدو په لټون وي.
هو: زما دردونه زما په انديښنوكي د اور داسي لمبي دي چي
سوه ځيد نه ئ دلمر تر سوه ځيدني زياته ده.