ناټو وايي په سهېل لوېديځ كي مو ماين يو عسكر را وواژه

عطاالله محمدي | جنوري 25th, 2011


د ناټو ځواكونو په يوه خپره سوې اعلاميه كي راغلي چي نن ورځ د افغانستان په سهېل لوېديځ كي د ماين په يوه چاودنه كي يو سرتېرى ووژل سو . په خبرپاڼه كي د وژل سوي سرتيري هويت او د وژل كېدو كره ځاى نه دئ په ډاګه سوى . په دې سره د روان زېږېديز كال په لومړۍ مياشت كي د وژل سوو بهرنيانو شمېره ۲۹ ته ورسېده چي ۲۰ يې امريكايان دي .

Copyright Larawbar 2007-2024