ننګرهار: ولايتي شورا ته نوى رئيس وټاکل شو

34 | جنوري 25th, 2011


حاجي جمال قدير دننګرهار ولايت دولايتي شورا نوى ريئس وټاکل شوو .
په همدې موخه دجلال اباد دشاهي ماڼۍ په کرزي تالارکې دولايتي شورا ترمنځ دولايتي شورا دنوي مشر،مرستيال اومنشي دټاکلو په موخه ازادې ټاکنې ترسره شي .
د دغه ټاکنو دترسره کيدو په مراسموکې سلاکار وزير اودننګرهار والي ګل اغا شيرزى ،ولايت مرستيال سرڅيړونکي سرمحقق ډاکټر محمدعالم اسحق زي،دسيمه ييزو ارګانونو داستازې ملنګ بلاغ،په ننګرهارکې ديوناما دسياسي چارو مرستيال اسمعيل،انتخاباتو دکميسون غړيو اوګڼ شمير نورو دولتي اوغير دولتي ادارو استازو ګډون درلوده
دترسره شويو ټاکنو په ترڅ کې چې دولايتي شورا دنولس غړيوڅخه اته تنويې شتون نه درلوده په ترڅ کې دولايتي شورا دنوي ريئس په توګه حاجي جمال قدير،ددغه شورا دمرستيال په توګه مفتي معين شاه حقاني اوډاکټرلعل محمد درانى ددغه شورا دمنشي په توګه وټاکل شول .
دولايتي شورا نوي ريئس حاجي جمال قدير دخپلو خبرو په ترڅ کې ژمنه وکړه چې دخپلو ولسونو لپاره به نه ستړي کيدونکې هلي ځلي کوي او ددوي هرډول ستونزې دهوارۍ په موخه به اړونده ادارو ته دهغوى غږ رسوي .
ديادونې وړده دهيواد داساسې قانون له مخې دولايتي شورا دريئس،مرستيال اومنشي دټاکلو په موخه په کال يوځل دغه ټاکنې ترسره کيږي چې له مخي يادکسان درايو په اکثريت سره ټاکل کيږي .

Copyright Larawbar 2007-2024