کور / علمي / جغرافيايي نومونه د ولس په ژبه وليکئ!

جغرافيايي نومونه د ولس په ژبه وليکئ!

غمازه غبرګ زامن دي ومره
چي يو ښخېږي بل د مرګ سګلۍ وهينه


د پښتو ژبي او پښتنو تر منځ دغه د غمازۍ چاره  د تاريخ په اوږدو کي د دوو ډلو له خوا تر سره سوې ده او په خپله شعوري او غير شعوري غمازي ئې همېشه د دې ژبي ابۍ په سرو اوښکو کښېنولې ده، دغو دوو ډلو د خپل فکر او هوس پر بنياد همېشه د دې ژبي پخواني او جغرافيايي نومونه د خپلي سليقې او خوښي له مخي ليکلي دي او لا ئې نورو ته هم د يوې لارښووني په توګه د خپل فکر پاللو توصيه کړې ده.
 دغه دوې ډلي له ميرزا قلمانو او نيمچه کاتبانو څخه مراد دي، ميرزا قلمانو همېشه غوښتي دي چي د خپلي ميرزايي پوهي او هغي حېلې د تر سره کولو لپاره چي د دربار نژدېکت او د واکمنو قرب تر لاسه کړي نو ئې د پښتو د جغرافيايي او تاريخي نومونو په مسخه کولو لاس پوري کړى دئ او په خورا کاف و لام ئې بې له استناده پښتو سوچه تاريخي نومونو ته د پارسي لکۍ ورموښلولي دي، د دې مسخه کولو تمسخر آمېزه لړۍ ئې کله ناکله داسي مرحلې ته رسولې وي چي د يوه ولس څخه ئې خپل شناخته نومونه او جغرافيايي موقعيتونه بېګانه کړي وي او په لوى لاس ئې د يوه معلوم او روښانه ځاى نوم د تاريخ کندي ته اچولى وي.
 بله هغه ډله ده چي نمايندګي ئې نيمچه کاتبان کوي، د دغي ډلي ډېرى کسانو بيا د خپلي هغي نيمکله املايي پوهي له اسيته همېشه د پښتو ادب او تاريخ خورا زاړه متنونه تحريف کړي دي او په دې برخه کي ئې خورا ډېر اصطلاحات، نومونه او وراشې په غلط شکل رانقل کړي او ليکلي دي، چي د دوى دغه تحريفات نو بيا په وروسته کي د پښتو ژبي خورا خواخوږو څېړونکو په ډېر تکليف اصلاح کړي دي او ډېرى لا تر دې ګړيه په هماغه تحريف سوي او مسخه سوي شکل د څېړونکو خواريو ته منتظر دي.
 د ميرزا قلمانو ډله اوس هم پر ځاى پاته ده او په وچه سرټمبګي خپل راشروع کړى کار جاري ساتي، خو د نيمچه کاتبانو ټغر ورټول سوى دئ او له دې ګرومه څخه نور پښتو او پښتانه خلاص سوي دي، خو د خواشينۍ خبره دا ده چي د دغو نيمچه کاتبانو دغه مورمړى ميراث د اوس زمانې عصري او مډرنو ټايپسټانو (کمپوزرانو) ته رسېدلى دئ، له دغه ميراثه ما ته هم برخه را رسېدلې ده، خو خداى دي وکړي چي دغه بل ته د نصحيت خو خپله د سر نه خلاصولو کانه په ما نه وي سوې، که کله هم داسي پېښه سي د دوستانو څخه مي هيله ده چي سمي لاري ته مي راواړوي.
اوسني کمپوزران هم د خپلي پوهي او خوښي له مخي د معياري کولو  په نوم يو نوى ناورين بې له علمي صلاحيته او منطقي مستدلو دلايلو په خورا زور پالي او د هغو نيمچه کاتبانو زوړ ميراث په عصري ډول په خورا کاف و لام تعقيبوي)١(.
 پر لوى استاد علامه حبيبي مرحوم دي خداى ورحمېږي، هغه په خپلو ليکنو کي خورا ډېري دغه ډول شکوې لري، ځکه هغه د خپل اوږده او پر ثمره ژوند په بېلابېلو برخو کي د دغه ډول ډېرو ستونزو سره مخامخ سوى دئ چي د پښتو تاريخي او جغرافيايي نومونه د ميرزايانو او کاتبانو له خوا مسخه سوي دي، هغه مرحوم په دې اړه يو ځاى ليکي:
 “پر ځينو نومو باندي زموږ ميرزايان او ليکوال هم ظلم کوي او د قديم کلتور نخښي ورانوي، لکه لغمان چي لمقان يا پغمان چي پقمان ليکي، د قندهار تېرى مکرراً په تاريخنامۀ هرات کي په دغه ملفوظ شکل ضبط سوى دئ، خو ميرزا صاحب يې خامخا تيرين کاږي او روزګان له اوسني ملفوظه شکله اړوي ارزګان ځني جوړوي، سپېروان پښتو نوم ضرور سفيد روان کوي، او تورباس هم خامخا طره باز کوي چي هيڅ معنا نه لري)٢(“.
 که موږ د علامه حبيبي مرحوم پورتنيو خبرو ته په دقيق ډول متوجه سو، نو راته ثابته به سي چي ميرزايان او ځيني ليکوال په لوى لاس غواړي چي له اولسه څخه خپل شناخته تاريخي نومونه بېګانه کړي، چي د دوى د  دغه عمل په نتيجه کي به نو اولس په خورا سختو مشکلاتو اخته سي، که چيري دغه جريان همداسي دوام وکړي او د ثبت و ضبط پروسه ئې د تاريخ کتابونو ته لار پيدا کړي نو به ډېر ژر خپل تاريخي نومونه په مسخه سوي شکل ووينو، چي راتلونکي نسلونه به د خورا لويو ستونزو سره لاس و ګرېوان کړي.
 لوى استاد د دغي ستونزي د مخنيوي لپاره يو پېشنهاد کوي او د کلتوري مقاماتو، جغرافيا او تاريخ پلټونکو څخه غواړي چي د ميزرايانو او معربانو پر نوشتو اکتفاء ونه کړي، هغه مرحوم ليکي:
 “په سراج التواريخ کي تاريخي نوم اجرستان يا وجيرستان چي په تاريخي کتابو کي راغلى دئ، د حجرستان په بڼه معرب سوى دئ، چي کورټ داسي نه دئ او له شناخته ايستل سوى دئ. په کلو کلو ميرزايانو او کاتبانو دغسي نومونه او تاريخي کلتوري مواد داسي مسخ کړي او پر بل مخ را اړولي دي چي له پېژندني وتلي دي. نو کلتوري مقامات يا د تاريخ او جغرافيا پلټونکي بايد د ميرزايانو او معربانو پر نوشتو اکتفاء ونه کړي”.
 د دغي توصيې تر وړاندي کولو وروسته نو ليکوالو، څېړونکو او د مطبوعاتو مسئولينو ته داسي سپارښتنه کوي:
 “(١) که د يوه ځاى يا سړي نوم د افغانستان په تاريخي زړو آثارو کي ضبط وي د هغه مقامي او اصيل شکل دي وساتل سي، لکه:
 د سجستان پر ځاى سيستان يا سکستان.
 د بقلان پر ځاى بغلان.
 د فروان پر ځاى پروان.
 (٢) که د يوه ځاى نوم په پخوانو آثارو کي مونده نه سي، نو دي د خلکو اوسنى تلفظ معتبر وګڼل سي، لکه:
 د قلات پر ځاى کلات.
 د حجرستان پر ځاى اجرستان يا وجيرستان.
 د پمقان پر ځاى پغمان.
 د علي شنګ پر ځاى اليشنګ.
 د طورخم پر ځاى توره غونډۍ.
 د کوتل تيره پر ځاى تيره کوتل … او نور …)٣(“.
 لوى استاد علامه حبيبي مرحوم اختيار راکړى چي د تاريخي ځايونو نومونه چي زموږ د ژبنۍ پانګي يوه ستره او ارزښتمنه برخه ده بايد په داسي ډول ثبت سي چي په تاريخي اسنادو کي او يا هم په زړو آثارو کي يوه تاريخي ريښه ولري که داسي نه وي نو هغه شکل ئې ښه  بللى دئ چي د هغې سيمي او ولس عوام ئې تلفظ کوي، ځکه دغه تلفظ د ياد لغت اصل ته نژدې وي او د ميزرايانو د لاسوهني څخه په امان پاته وي.
 زما څخه لکه چي بحث اوږد سو، اوس به اصلي موضوع ته راسم:
 د طلوع افغان ورځپاڼي د روان کال په پرله پسې ١٨٤ ګڼه کي مي د کندهار د چل (چهل) زينو په اړه يو خبر تر سترګو سو، د نوموړي خبر سرليک په دې ډول ليکل سوى وو: (د څلوېښت غرزينو د ترميم چاري پيل سوې) په نوموړي خبر کي ليکل سوي وه، چي د اطلاعاتو او کلتور رياست غواړي چي نوموړې تاريخي آبده له سره ترميم کړي، د اطلاعاتو اوکلتور رياست دغه فرهنګپالنه پر خپل ځاى د ستايني وړ ده، خو زه په نوموړي خبر کي د چل زينو هغه ترکيبي ترجمه سوي نامه ته هېښ سوم، چي د اخبار مسئولينو به تر څونه سوچ وروسته دغه اصل او مروج نوم برناحقه ترجمه کړى وي او هغه ئې په وچ زور د (څلوېښت غرزينو) په بې خونده ترجمه بدل کړى دئ.
 دغه خبر په همدغه شکل د کندهار راډيو تلوېزيون ويب پاڼي ته هم لاره کړې او هورې هم په دغوالفاظو خپور سوى دئ، ما ته دا نه ده معلومه چي طلوع افغان د هغې ويب پاڼي تر تاثير لاندي دئ او که پر هغې ويب پاڼي د طلوع ژبي سيورى غوړولى دئ؟
 خير هر ډول چي وي وي به خو زه وايم: که د کندهار ښار په کليوالي سيمو کي يا خپله په دننه ښار کي دغه نوم (څلوېښت غرزيني) يو کليوال او يا ښاري سړي ته ور ياد سي او ورڅخه وپوښتل سي چي دغه ځاى دي په کندهار کي ليدلى دئ، زه يقيني يم چي تر خورا اوږده چرت او فکر وروسته به ووايي چي يا، ما په کندهار کي دغه ځاى هيڅ نه دئ ليدلى، خو که د هغه اصلي نوم (چل زينه) ور ياد سي، په خورا ورين تندي به هر پوښتونکي ته د هغه ځاى ادرس ټکي په ټکي وروښيي.
 په دغه ډول بې خونده ترجمو به مو قصداً خپل اولس او عوام بې لاري کړي وي، او په ډېر جبر به مو د هغوى په ذهن کي د يوه ځايي تاريخي نوم بڼه ورمسخه کړې وي او يو مصنوعي او ترجمه سوى ترکيب به مو د هغوى ذهن ته په وچ زور ورننه ايستلى وي.
 د کندهار ښار د ځينو نورو کليو او سيمو نومونه هم دغه مثال ته په ورته سرنوشت اخته دي او د مطبوعاتو او ځينو شخصي راډيوګانو او تلوېزيونونو د مسئولينو له خوا په غلط شکل ليکل او ويل کېږي، چي زه ئې ځيني مثالونه دلته راوړم:
 په لوى لاس کوښښ کېږي، چي د ماله جات مشهور نوم په محله نجات يا محله جات سره واړوي. ځيني بيا غواړي چي د سپېروان ښکلى او روان نوم په وچ زور د ميرزايانو په شکل سپيد روان وليکي.
 ځيني ويندويان په شعوري ډول کوښښ کوي چي لويه او کوچنۍ مزره په وچ زور په لويه او کوچنۍ مزرع بدله کړي، همدا ډول اشوغې په عاشقې اړوي. پنجوايي په پنجبايي تلفظ کېږي، کله کله لا دغه د پنجوايي کلمه هغه د علامه حبيبي مرحوم خبره د هندي تلفظ په پېښه په (پنجبهائي) سره اورم.
ځيني نور ښاغلي بيا په وچه سرټمبګي د روربات ښکلى نوم په روح آباد سره ليکي او وايي.
 زنګاوات چي په ټوله معنى يو ښکلى او مرغوب نوم دئ او د کندهار په ټوله سيمه کي هيڅ سړى ئې په تلفظ کي مشکل نه لري، قصداً د زنګي آباد په شکل ورته ليکل کېږي.
 د رواڼي موزون او مروج نوم د ميرزايي پوهي له مخي په لوحاني سره ليکي. د سنګسار نوم چي هم د وزن له پلوه او هم د عام رواج له مخي کومه ستونزه نه لري په وچه سپين سترګي سنګ حصار ځني جوړېږي.
 د ميرزا محمدخان کلاچه چي د ښاروالۍ د اوسني وېش له مخي د ښار له ناحيو څخه شمېرله کېږي د خپلي پوهي له مخي د ميرزا محمدخان په قلعچه اړوي.
 دې ته ورته ډېر داسي نور تاريخي نومونه او جغرافيايي موقعيتونه سته چي د اوسنۍ زماني ماډرن کاتبان او يا د پخوانۍ زمانې پېښه ګر ميرزا قلمان ئې د هغه زړو بابولالو تر تاثير لاندي په هماغه شکل ليکي، چي د بې خونده ميرزايي بوى ځني ولاړېږي.
د مسئولينو دغه ډول شعوري يا غيرشعوري اوښتني چي دوى هر ډول تعبيروي هغه د دوى په پوهه اړه لري، خو زه ئې د ميرزا قلمانو د هغه قسم خوړلي تعهد په ډول تعبيروم چي قصداً غواړي زموږ څخه خپل پښتو نومونه پردي کړي.
 د مطبوعاتو د ټولو مسئولينو څخه چي د اخبارونو، اونيزو، راډيوګانو او تلوېزيونونو په برخو کي کار کوي هيله کوم چي په شعوري يا غير شعوري ډول خپل تاريخي نومونه مه راڅخه پردي کوئ، که نه څه زمانه وروسته به راتلونکى نسل د سخت کړاو سره مخ وي چي نوموړي تاريخي نومونه خپل اصلي شکل ته راواړوي او يا به د ميرزايانو په پېښه خپل اصلي او سوچه نومونه په هغه شکل تلفظوي چي ميرزايان ئې غواړي. د مطبوعاتو ټول مسئولين بايد د يوه مقدس رسالت پر بنسټ د ژبنيو پانګو هراړخيزي غنا ته پاملرنه وکړي او خپلي شتمنۍ په لوى لاس د لاسه ونه باسي.