کور / سپورټي / نسيم الله دانش تيار يم د افغان كركيټ د ودي دپاره نورو ته زارۍ وكړم

نسيم الله دانش تيار يم د افغان كركيټ د ودي دپاره نورو ته زارۍ وكړم

د افغان کرکيټ بورډ نوي اجرايوي رئيس نسيم الله دانش نن په يوه خبري غونډه کي د افغان کرکيټ د ودي او پرمختګ دپاره خپل پلان وړاندي کړ.
نوموړي تر هر څه تر مخه ټولو هغو هيوادوالو څخه مننه وکړه کومو چي د افغان کرکيټ د ودي او پرمختګ دپاره معنوي او مالي ملاتړ او مرستي کړي دي او د افغان کرکيټ مينوالو ته يې ډاډ ورکړ چي په لومړي پړاو کي به د دوى دپاره د کرکيټ معياري لوبغالو جوړولو کار ګړندى کړي.
نسيم الله دانش وويل زما پلان د کرکيټ پراختيا، وده او پرمختګ دئ، نوموړي وويل چي په دې مانا چي د کرکيټ ټول کارونه به د پخوا څخه په ښه توګه پر مخ ځي( يعني کومي لوبي چي د افغان لوبډلو دپاره مهال وېش سوي دي هغه به په ښه توګه پر مخ ځي). ښاغلى دانش وايي چي د ملي لوبډلي دپاره به د پياوړي هيوادو سره لوبي برابروي نوموړى وايي که چيري دغه کار زما څخه وغوښتل چي زه د نورو هيوادو کرکيټ بورډو ته سوال او زارۍ وکړم هم دې کار ته ته تيار يم)).
محترم دانش پر دې ډېر ټينګار وکړ(( مهال سوي کارونه به مخ پر وړاندي ځي خو لومړى کار به يې د لومړۍ ورځي څخه دا وي چي د کرکيټ د ودي او پراختيا دپاره د هيواد په ټولو ولايتونو کي معياري لوبغالي جوړ کړي، نوموړى وايي چي د لوبغالو جوړول به د هغه ځاى څخه لومړى پېلوي چي په کوم ځاى کي کرکيټ لوبه ډېره رواج وي، په همدې شکل به په کومو ولايتو کي چي کرکيټ لوبه په ټوکېدو ده هلته به لوبغالي ورغول سي))، دانش وايي ((د کرکيټ د لوبغالو په جوړولو کي دې ته هم تيار دئ چي د خپلي شخصي پانګي څخه دکرکيټ بورډ سره د کرکيټ لوبغالو په جوړولو کي مرسته وکړي)).
نوموړي د کورني کرکيټ په اړه د خبريالانو د پوښتنو په ځواب كي وويل ((که څه زه د کورني کرکيټ مهال وېش په اړه معلومات نلرم خو زه به د کورني کرکيټ په ډګر کي لوبي د مهال سوو سياليو څخه زياتي کړم چي د کرکيټ پياوړي او مستحق لوبغاړي د هيواد له ګوټ ګوټ څخه د ملي او کورنيو لوبډلو لپاره پيدا کړو))، نومړي وايي ((د لوبغاړو دغواروي کميټې به کتنه کوي او دغه کار به لا نورو اهلو کسانو ته سپارل کيږي، يعني په دې کمېټه کي به د کرکيټ متخصصين وي هره پرېکړه به د ټولو په مشوره ترسره کيږي))، په دې اړه نوموړي دا ژمنه هم وکړه چي د ملي لوبډلي لوبغاړي به په ولايتو کې د کرکيټ لوبغاړو ته د کرکيټ زده کړي کمپونه جوړوي او د کرکيټ تخنيکونه به ورزده کړي.
نوموړي په خبري غونډه کي دا هم وويل چي د افغانستان کرکيټ دپاره به نوري مرستي هم راجذبوي چي په ټول هيواد کي د کرکيټ د پراختيا دپاره ورڅخه كار واخلي.
همدارنګه نوموړي د کرکيټ بورډ د اداري کارکوونکو څخه وغوښته چي د خپل وطن د کرکيټ د پرمختګ دپاره په اخلاص کار وکړي.