د افغانستان ولسي جرګه تر ناندريو وروسته پرانيستل شوه
دافغانستان جمهور رئيس د چهارشنبې په ورځ دولسي جرکې نوى مجلس په رسمي ډول پرانيست .
ولسمشرحامدکرزي دخپلې وينا په ترڅ کې وويل پنځه کاله وړاندي دهيواد لومړنۍ ملي شورا پرانستل شوه او ددغه مجلس پرانستل دخلکو دغوښتنو اوهيلو سره يوځاى وو خو دغه پنځه کاله له ستونزوڅخه خلاص نه وو .
ښاغلي کرزي زياته کړه خلک هره ورځ دملي خپلواکۍ دساتلو په خاطر دځان قرباني ورکوي
نوموړي داستازو دمجلس،دانتخاباتو اودپرانستلو دمراسمودامنيت دتامينولو په لاره کې دکورنيو اوبهرنيوځواکونو دهلوځلو له امله مننه وکړه او په وينا تر راتلوونکي څلورو کلونو پورې دهيواد دامنيت دتامينولو مسؤليت دهيواد امنيتي ځواکونه په غاړه اخلي او په غوڅ توګه له دولت سره دموازي مرکزونو مخه نيسو اودهغوي فعاليت پاى ته رسوو .
جمهور رئيـس په دي وينا کې په هيواد او دانتخاباتو په چاروکې دپرديو لاس وهنې ته اشاره وکړه او زياته يې کړه دافغانستان دښمنانو موږ ته ډارونکي خوبونو ليدلي خو موږ نه پريږدو چې ددوي دغه خوبونه په حقيقت بدل شي ، دولسمشرۍ انتخابات نامشروع وښودل شي او دوهم پړاو هم ترسره نه شوو اوهمدارنګه دولسي جرګې انتخابات هم ستونزو اوبحران سره مخامخ و.
نوموړي ټينګار وکړ چې بايد انتخابات افغاني شي ځکه چې دجمهوري رياست په انتخاباتوکې يوسلو څلويښت ميلونه ډالر لګول شوي او هغه هيواد چې دنړۍ له بې وزلو هيوادونو څخه دى خو زيات لګښت لرونکي انتخابات يې ترسره کړل په همدغو دليلونو بايد انتخابات افغاني شي .
ولسمشرکرزي په دغه وينا کې په سياسي اقتصادي،فرهنګي اوټولنيزو برخوکې د دولت پرمختګونه بيان کړل او زياته يې کړه چې اوس دبدلون ټکي ته رسيدلي يو افغان بايد په خپل هيواد پوري اړوندې ټولي چارې په خپل لاس کې واخلي او په ټولو پړاونوکې بايد خلک شامل وي.
په دغه مراسموکې چې دولسمشر مرستيالانو،قاضي القضات،جهادي مشرانو،دکابيني غړيو،په کابل کې د دوستو هيوادونو دسفارتونو استازو او درسنيو استازو ګډون کړى وو ولسمشر زياته کړه اقتصادي او ټولنيز پرمختګ له امنيت پرته ناممکن دی او بايدد سولې د عالي شورا په مشوره له وسله والو طالبانو سره د سولې خبرې وشي.
هغه پر پاکستان هم غږ وکړ، چې د سيمې او په تېره بيا د دواړو هېوادونو د امنيت لپاره خپلې هڅې دوه برابره کړي.