تخار: په عملياتو کې ١٦ طالبان وژل شوي

34 | جنوري 26th, 2011


په تخار ولايت کې دافغان اونړيوالوځواکونو په يولړ ګډو چاڼيزو عملياتوکې شپاړس وسله وال طالبان وژل شوي او اوه تنه نوريې ژوندي نيولي دي .
دپامير د درې سوه دريم زون قومندانۍ وياند وايي دغه عمليات دتخار ولايت دخواجه غار ولسوالۍ په شاوخوا سيموکې هغه مهال ترسره شول چې يادشويو وسله والو طالبانو ترهګريزو کړنو ته تابع نيوله .
په ورته وخت کې په فارياب ولايت کې دافغان اونړيوالوځواکونو په ګډو چاڼيزو عملياتوکې دوسله والو طالبانو د دوه سيمه ييز قومندانانو په ګډون څلورتنه ووژل شول .
ويل کيږي په دغه عملياتوکې يوتن وسله وال طالب ټپي شوى هم دى چې دمګړى دپوليسو په ولکه کې دى .

Copyright Larawbar 2007-2024