۳۵٪ ناروغ امریکایی پوځیان معتاد دي
امریکایی مجله ( یو . اس . اې . ټوډې ) راپور ورکوی چی هغه لس زره زخمی پوځیان چی معاینه او تداوی سوي ، نو لیدل سوي چی د هغوی ۳۵٪ کسان په مُسکِن او نورو دواګانو معتاد سوي دي او هغوی باید مجبورأ د خوب راوړلو یا درد لږولو ګولۍ وخوری چی د ا شمیر په په تیر نهه کلن جنګ کی مسلسل ډیریږی . راپور زیاتوی چی همدا اوس د ۷۸۰۰ پوځیانو دوسیې تر غور لاندی دي چی ټول نوبت ته په انتظار دي او دا د ۲۰۰۷ څخه ۵۰٪ زیاتوالی ښیی .