ماینونو په ۲۰۱۰ کی ۲۶۸ امریکایان وژلي دي

ډاکټر نثار احمد صمد | جنوري 27th, 2011


واشنګټن پوسټ ورځپاڼه د پوځی احصایًیو په حواله راپور ورکوی چی په ۲۰۱۰ کی په افغانستان کی ماین چاودني د یو کال مخکی څخه ۶۰٪ زیاتی سوي او ۲۶۸ امریکایی پوځیان یې وژلي دي چی دا د تیرو درو کالو د مجموعی تلفاتو سره برابر دي ، او ۲۳۶۰ پوځیان یې هم زخمی او معیوب کړي دي چی دا د یو کال مخکی څخه ۱۷۸٪ زیاتوالی ښیی . راپور زیاتوی چی په ۲۰۱۰ کی دغو ماینونو جمعأ ۴۳۰ بهرني پوځیان له منځه وړي چی ۲۶۸ یې امریکایان دي .
ورځپاڼه لیکی چی طالبانو په ۲۰۱۰ کی ۱۴۶۶۱ ماینونه ښخ کړي چی دا د ۲۰۰۹ څخه ۶۲٪ زیاتوالی او تر ۲۰۰۸ هم درې چنده زیاتوالی ښیی .
ورځپاڼه زیاتوی چی مرین پوځیانو په ۲۰۱۰ کی نور ۴۵۰ سپیان هم ورولیږل تر څو د کیمیاوی کود څخه جوړ سوي دغه وطنی ماینونه کشف کړی . غه روزلي سپيان د یو کال مخکی څخه ۳۵٪ زیات سوي دي حال دا چی له پاسه جاسوسی بالونونه هم فعال او نصب دي چی د ۲۵ میله واټن څخه د شپې او ورځی په ملیونونو عکسونه اخلی او هغه امریکایی پوځ ته لیږی .

Copyright Larawbar 2007-2024