کور / تازه خبرونه / دامريکايي څارګري الوتکي په بريد کي زيات کسان ووژل سوه

دامريکايي څارګري الوتکي په بريد کي زيات کسان ووژل سوه

په سويلي وزيرستان کښې په يوه کور او ديني مدرسى باندې د توغنديو د يوه بريد له امله دولس وګړى مړه او يو شمېر ټپيان شوى دى ، ويل کېږي چې دغه بريد د سويلي وزيرستان په اعظم ورسک کښې په يوه کور او مدرسې باندې تر سه شو چې په پايله د کور د ولس وګړى مړه او يو شمېر ژوبل شوى دى ، په مړو شوو کښې زياتره د مدرسې طالبان شامل دي ، خبر زياتوي چې په وژل شويو وګړو کښې بهرني بنسټ پال هم شته دي ، د خبر له مخې دغه توغندي د امريکې د جاسوسي الوتکې لخوا ويشتل شوى، همدغه شان تېره مياشت د وزيرستان په مير على سيمه کښې د يو راکټي بريد په پايله کښې هم يوولس وګړى وژل شوى وو.