کور / z_buitenland_news -- 5 / د اسرائيلو بريد په غزه کي درنه مرګ ژوبله واړوله

د اسرائيلو بريد په غزه کي درنه مرګ ژوبله واړوله

په غزه کښې د اسراييلي پوځ د توغنديو په يوه بريد کښې څوارلس فلسطينيان په حق رسيدلي دي، او شپاړس تنه نور ټپيان شوى دى ، په وژل شويو کښې يو شپږ مياشتينې ماشوم هم شامل دى ، عيني کتونکي وايي چې د توغنديو دغه بريد تېره شپه د اسرائيلو د هوايي پوځ له خوا د حماس د کورنيو چارو وزارت په ودانۍ باندې تر سره شو چې په پايله کښې د حماس د لارښود اسماعيل هانيه تش دفتر ړنګ شو، خو د ودانۍ شاوخوا پنځو کورونو ته زيان ورسيدو، پدې بريد کښې هم شپږ فلسطينيان ټپيان شول چې دوه پکښې ماشومان دى ، خو وروسته بيا د فلسطين دروغشا وزارت د شپږ مياشتينې ماشوم د مړينې خبر تائيد کړ، دغه راز په خان يونس کښې هم د اسرائيلو په يوه هوايي يرغل کښې د حماس پنځه کار کوونکي وژل شوى او دوه ټپيان شوى دى.دغه راز اسراييلي الوتکو په يوه هوايي بريد کښې پنځه تنه نور فلسطينيان مړۀ او څوارلس ټپيان کړى دى، خو په مقابل کښې د حماس لخوا په اسراييلي سيمو باندې توغنديو د توغولو په يوه بريد کښې يو اسراييلي ښاري مړ او يو تن ټپي شوى دى.