کابل: ځانمرګي بريد ١٣ تنه مړه او ټپيان کړل

34 | جنوري 28th, 2011


د کابل د پوليسو چارواکي وايي ننني ځانمرګي ١٣ تنه مړه او ټپيان کړي دي.
د امنيه قومندانۍ د جنايي جرمونو سره د مبارزې مشر محمدظاهر رسنيو ته ويلي چي په حمله کي شپږ تنه مړه او اووه ټپيان دي، چي په قربانيانو کي يې خارجيان هم شامل دي.
دغه چاودنه د کابل ښار په وزيراکبرخان مېنه کي د جمعې د ورځي پر دوې نيمي بجې په يوه سوپر مارکېټ کې سوې چي اکثره مشتريان يې خارجيان دي.
د فرانس پريس آژانس وايي حمله د ځانمرګي په توسط ترسره سوې، خو د افغانستان د کورنيو چارو وزارت لا په دې باب څه نه دي ويلي.
وزيراکبر خان مېنه د کابل ښار زرغونه سيمه يادېږي چي يا بهرني سفارتونه، د موسساتو دفترونه او يا د لوړ پوړيو چارواکو کورونه پکښي واقع دي.

بلي خوا ته د نيويارک ټايمز ورځپاڼه په خپل تازه خبر کي وايي چي په دې پېښه کي دوه امريکايان مړه سوي دي.

Copyright Larawbar 2007-2024