یو امریکایی افسر په بګرام کی مړ سو
پنتاګون وایی چی د هوایی قواوو یو ۳۶ کلن تورن درې ورځی مخکی د بګرام په هوایی اډه کی د غیر محاربوی فعالیتونو له امله مړ سو خو نور هیڅ وضاحت یې ورنکړ چی څنګه غیر پوځی فعالیتونه وو .
په دې سره د جنورۍ په روانو ۲۸ ورځو کی د امریکایی پوځیانو تلفات ۲۱ ته ورسېدل .
د یو بل خبر له می چی اسوشیټیډ پریس ورکړ ، د کابل په نننۍ چاودنه کی اته کسان وژل سوي چی درې یې خارجی ښځي دي . د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته ویلی چی زموږ هدف د بلېک واټر د قراردادی امنیتی کمپنۍ مشر و چی اوس ( زي ) کمپنۍ نومیږی او د سي آی اې سره کومک کوی .