کور / شعر / د ښځو پارلمانه

د ښځو پارلمانه

د ښځو پارلمانه


باور مې نه شي دا چې ته به جوړ شې په ما ګرانه
د ښځو پارلمانه


ستا غړي غداران دي
ټول واړه بدمعاشان دي
د خاورې خاينان دي


لاس پوڅي د پرديو د امرو دې په آسانه
د ښځو پارلمانه


وکيل خو حقوق پوه وي
په هر څه باندې پوه وي
ښه وړ او سم کارپوه وي


خو ستا په نويو غړو کې بې شميره دې نادانه
د ښځو پارلمانه


وکيل چې وکالت کړي
د خلکو به خدمت کړي
شپې ورځې په زحمت کړي


افسوس په تا کې نه وينم زه داسې څوک آسانه
د ښځو پارلمانه


په تا کې سپينې سرې دي
ښې چټې ښې پخې دي
خو واړه بې فايدې دي


د لوړې مراسمو کې حايضې وې پريمانه
د ښځو پارلمانه


باور مې په تا نه شي
چې وږي دې ماړه شي
له دې نه دې ور ښه شي


پښيمان په هغه رايه يم چې درمې کړه له ځانه
د ښځو پارلمانه



فاسد چې کميسيون شو
او نوم يې فسادتون شو
د پايلو په خرڅون شو
 
جيب ډکو پايلې يوړلې بې سوال او بې پرسانه
د ښځو پارلمانه


کرزى لالا خفه شو
په غم دې اموخته شو
اخته په دې لانجه شو


چې لرې څنګه کړي دا ټولې ستونزې دى له ځانه
د ښځو پارلمانه


د پاى مې دا دعا ته
ولس ته مې وينا ده
په تا مې بده خوا ده


الله دې له خاينو ځينې ساته په امانه
د ښځو پارلمانه