کور / شعر / ازاد افغانستان

ازاد افغانستان

ای پښتونه زه ستا تن يم ستا ايمان يم
دويم نوم مې ده غيرت وينه دافغان يم
دجنګونو په چړو پرهرپر هر شوم
خپل ټپونو ته د سولې په ارمان يم
****
په زړه وړم دزمانې ترخه غمونه
پرما راغلل طوفانونه سيلابونه
زمانې ته دازمښت يو امتحان يم
ماکې جوړدشرق اوغرب سره سنګرونه
****
ځکه اوس دهرشهيدپه وينورنګ يم
زمانوم افغانستان دانګريزجنګ يم
دوختنوسرولمبو کې چې سوزيږم
درقيب په تهمتنو کې رنګ رنګ يم
****
دلته سرې لښکری ډيرتللي راغلي
دلته ډيروخپلې سری وينی شيندلي
زه ګومان کومه ډيردي تيروتلي
نه نړۍ ته قهرمان شول نه ښاغلي
****
ما کې خاوري شول بيشماره ډيرسرونه
کار نامو نه مې ډک شوي تاريخونه
هر يوه مور مې دتاريخ يوه قهرمانه
هرپښتون مې قهرمان دټول وختونه
****
هرګرګين دلته راغلې په يو جنګ دی
مکناټين يي چې هيرکړی بی فرهنګ دی
زما وجوديي په ګولوغلبيل غلبيل کړل
پښتنو تاسی تير باسي وايي ننګ دی
****
زما جسم کې پښتون وينه دافغان دی
هرمسلم چې مې حفظ کړی پاک قران دی
ولسونه ميړني چې ماکې اوسي
قهرمان مې هرپښتون دهرزمان دی
****
ټول تورغرونه مې سنګردټول دونيا شي
زروي ټستونه وکړي په ما راشي
دنيپال غټ غټ بمونه را ختا کړي
زما ځان ورته دويم هيروشيما شي
****
داسی وايي پښتانه په څه پوهيږي
غريبان دي په پيسو باندی غوليږي
اول دين دويم پسي ورته ښکاره کړي
ورته وايي چې جهان د ننداره کړي
****
ټوپکونه او ټانګونه ورته ورکړي
دايمان په نوم خپل ورور سره يي په جنګ کړي
ورته وايي چې ورځه خطر دننګ دی
بيا ناری کړه چې جهادباندې مې جنګ دی
****
خو زه خپل دا بی تعليم بچيان به څه کړم
څنګه سوله به ډيوه دخپل کاله کړم؟
هرجومات مې يومکتب دپاک قران دی
څنګه جنک کې به تعليم ددين ورزده کړم
****
زما غيږه دجنګونو لوې سنګردی
دنړۍ هريو هيواد په دی خبردی
دريابونو کې لرمه سره لعلونه
توروغروکې خزاني مې دسره زردي
****
چې دلوږی نه مجبورشي په ماراشي
اسمانونو نه بمونه را ختا شي
څوک مې ونۍ زغلوي ښکلې باغو نه
څوک ياقوت لعل جواهردتوروغرونه
****
زمارښتيني بچي لږخورابيدارشئ
لږمې وپيژنئ جنګ نه په قلارشئ
سره يو شئ يودبل سره پخلا شئ
ورته ووايئ چې سوله کوولاړشئ
****
زما تن کې زما ديو وجود بچيانو
زمادپاک قران دمينې لارويانو
داسلام نفوس ختميږي په دی پوشئ
سوله وکړئ سره يوشئ افغانانو
****
درته وايم چې زه ستا دمينې رنګ يم
سره ګلاب يم ستا دهسکی شملې ننګ يم
زه ستامينه يم ستاعشق يم ستاجهان يم
دويم نوم مې ده غيرت وينه دافغان يم
****
ددونيا ستر طاقتونه مې مات کړي
انګريزان او پنجابيان مې تل رټلي
بی تعلمه نورپه ما کې څه کمې دی؟
هريوځوان مې دننګونوتوريالی دی
****
هره پيغله مې ملاله د ميوند ده
هريوه مورمې تل دجنګ سره په جنګ ده
هرقدم کې مې بيشماره هديري شول
هره لويشت مې دانسان په وينورنګ ده
****
ننګرهاردمينې زړه کې غفارخان دی
لروبرکې چې مشهورننګ دافغان دی
تاريخونه ولسونه به پی وياړي
ملنګ جان چې دننګونوقهرمان دی
****
خو پښتونه په دی پوشه چې ستا ځان يم
ستا غيرت يم ستا مينه ستا جانان يم
پښتنې ميندې مې ستړي شول سلګوکې
دزرلښت د مينې کورافغانستان يم
****
مروره نورجنګ مه کوه بيدار شه
سوله وغواړه دسولې طرفدار شه
هرڅوک لاړ به شي په خپله مخه بيرته
پرمختګ غواړم خدمت ته مې تيارشه
****
زه هماغه ښايسته کور د هر افغان يم
زه خو توره يمه تاج د خوشحال خان يم
زرغونه يمه احمدشاه به زيږومه
دتاريخ دپاني پت دجنګ داستان يم
****
زه ژوندی يم که ژوندی مې يو افغان وي
ټول جهان به خپلواکې ته مې حيران وي
دزانګو ماشومان واړه خداې به لوې کړي
زما نوم به تل ازاد افغانستان وي