کور / علمي / دروسې باروړونکي هوايي بېړۍ دټاکل سوی هدف په لور وتوغول سول

دروسې باروړونکي هوايي بېړۍ دټاکل سوی هدف په لور وتوغول سول

مسکو،دجنوري ۲۸ مه


داترتاس خبری اژانس  مسکوته څېرمه دهوايي دروسې  پروازونودرياست له مرکز نه خبرورکوي چي نن دجنوری ۲۸ دروسې هوايي باروړونکې بېړۍ  ((پروگريس))  دمسکوپر وخت پر څلوربجو اوڅلوېښت دقيقو د بايکانوردتوغنديوله توغونکی مرکز نه په بری سره دټاکل سوی هدف په لورهواته وتوغول سول اوخپل ورکړه سوی مدارپه لوردرومی  .
نږدې  ۲۰۰ کليومتر ه دمځکي له سطحي نه لوړپروگريس (М-09М Progress ) دتوغندی (راکټ) وړونکي بېړۍ ((سيوز-او (Союз-У )نه جلاسول اود ((МКС)) مرکز  په لور پروازته ئي دوام ورکړ . هوايي بېړۍ به ددوشپواو ورځودټاکل سوی مهال ويش له مخې دفضايي مرکزله ستيشن سره يوځاي شي . 
روسې  دهوايي پروازونودرياست  دمرکزدمعلوماتوله مخې پروازپه عادي بڼه دوام لری 
يادونه :
بايکانور: په قزاقستان کي هغه مرکزدی چي له همدې ځاي نه پخوا دشوروی اتحاد ددولتي نظام په وخت کي ټولي هوايي بېړی فضاته توغول کېدلې اودشوروی نظام ترړنگېدو وروسته روسې له قزاقستان څخه  دا مرکز په اجاره واخيستل سو،اوس د روسې ټولي هوايي بېړۍ له همدې مرکزنه فضاته توغول کيږي .
غواړم ځوان نسل ته ورپه يادکړم چي له همدې مرکز نه په ۱۹۸۸ ز کال  داگست پر  ۲۹ عبدالاحد مومند دشوروي فضانوردانو ولادیمیر لیاخوف اوډاکتر والری پولیاکوف سره يوځاي په يوه درې نفری گروپ کي فضاته ولاړ .ددوي هوايي بېړۍ سايوز ټي ام – ۶ هم دبايکانورله مرکزنه وتوغول سول .عبدالاحد مومند
ددوي بېړۍ دصلح په نامه هوايي ستېشن  سره يوځاي شول . افغان هواباز ښاغلی عبدالاحدمومند په ټوله هغه موده کښي چي په فضايي بېړۍ کښي و،علمی تحقيقات سرته وروسول اوپه بری سره مځکې ته راستون شو.
عبدالاحد مومند افغان ولس يو وياړلی افتخاردی خومتاسفانه دافغان ولس دتاريخي وياړنودښمنان کوښښ کوی زموږدوياړل تاريخ داورقه ورکه او دراتلونکی نسولونه دغه وياړنه اووياړلې څېره هيره کړي .
اميدواريم چي زموږ ځوان نسل دهغه درناوی وکړي اوډله ايزی رسنۍ دهغه په هکله څېړنيزی ليکنې اومقالې خپرې کړي ترڅوزموږ څوان نسل دقدرت دمستواوليونواوله هيوادسره دبېگانه ووله منگولوخلاص اوپه خپلو وياړنو پوره خبرسي ،داورته معلومه سي  چي ددوي دوياړنودښمنان کوښښ کوي دافغان ولس افتخارات دکورنيواوبهرنيوتعصوباتوپر بنيادتر خاورولاندي کړي .
په شمشادتلويزيوني خپرونوکي کله کله وايي (( راځی چي خپل دوياړه ډک تاريخ ته په درنه سترگه وگورو اوخپل مشران ولمانځو))،داښه خبره ده خويوازي دمشرانوپه لمانځنونه کېږي راسی چي دخپل ولس ټول وياړونه راوسپړواوهغه نه يوازي داچي  ولمانځوبلکي پرې ووياړو.