ایران : ایران الاصله هالنډی مېرمن د زندان څخه وروسته اعدام سوه
د ایران د حکومتي چارواکو په وینا ایران الاصله هالنډی مېرمن سحرا بهرامي اعدام سوه .
راپورونه لیکي چي سحرا بهرامي د ۴۶ کالو عمر درلود او په ۲۰۰۹ زېږدیز کال کي یې د ایران دحکومت پر ضد لاریونونو کي ونډه لرله . نوموړې په لاریون کي د ګډون کولو په ګناه شاوخوا یو کال په زندان کي وه او اوس اعدام سوه .
د هالنډ حکومتي چارواکي ددې پيښي په اړه سخت خواشیني دي .
د یادوني وړ ده چي د سحرا بهرامي د اعدامېدو په شمول په ایران کي سږ کال د اعدام سوو کسانو شمېر ۶۶ تنو ته رسیږي .