چودري شجاعت:مخالف ګوندونه دي کړي ژمني پوره کړي

د لراوبر اداره | فبروري 28th, 2008


د پاکستان مسلم ليګ ( ق ) مشر چودري شجاعت حسين ويلي دي چې که چرته د اساسي قانون ارټيکل پنځه ويشت ټو دوه ختم شي نو په هېواد کښې به يو نوۍ بحران رامنځته شي ، اسلام آباد کښې چودري شجاعت حسين خبريالانو ته وئيلي دي چې مسلم ليګ ( ق ) به په اپوزيشن کښې مثبت کردار ادا کړي ، په پارليمان کښې بايد د هېواد د ښه راتلونکي لپاره کردار ادا کړل شي ، چودري شجاعت حسين زياته کړې ده چې موږ غواړو چې زر تر زره حکومت رامنځته شي چې مخالف ګوندونه د ولس سره کړې ژمنې تر سره کړي.

Copyright Larawbar 2007-2024