کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / روسيه دکوسوا د خپلواکی سره مخالفت کوی

روسيه دکوسوا د خپلواکی سره مخالفت کوی

ريانوستی د۲۰۰۸ کال فبروری ۲۵   


دروسې دبهرنيو چارو وزير سرگي لاوروف وايي : دملگرو ملتودسازمان  په عوض دناټولخوا تصميم نيول خطرناکه لوبه ده .


دريانوستی دخبر له مخې دروسیې دبهرنيو چارو وزيرسرگی لاوروف  په خپلوڅرگندونوکښې  دا تلاښونه چې  دملگروملتو دسازمان پر ځاي  ناټودنړيوالومسايلوپه هکله  دپرېکړواوتصميم نيولومقام گرځی ډير خطر ناک وباله  .


دناټو اواروپايي  ټولنې غړو هيوادو اعلان وکړ داچې دکوسوا اوصربستان  تر منځ خبري اتری بې نتېجې پاته شوې دکوسوادحقوقی موقعيت ټاکلو په برخه کښي مسوليت پر غاړه اخلي .


ددوشنبې په ورځ سرگی لاوروف د(( وستي – ۲۴ )) سره په مطبوعاتی مرکه کښي وويل : داډيره خطرناکه لوبه ده چې نه يوازي دبيلتون غوښتنې حرکت دپياوړتيا لامل کيداي شي،بلکه دنړيوال امنيتی  جوړښت پښې به چې بېله دېنه یې هم چندان  دخوښی دواران شاته ندی پرې ايښی تخريب  کړی ، چې دهغې  په خاطرداسي جوړښتونه لکه  داروپادامنيت اوهمکاری سازمان ،اروپاټولنه اوپه ارواپاکې دمعمولی وسلوالوقواوتړون په نورو دورو يعني دسړې جگړې په دوران کې جوړ شوی دي .


دروسيې دبهرنيوچارودوزير په وينا همدا اوس دفلسطين دخپلواکی خبره لکه دکوسوا تر غوږوکيږي


هغه همدا ډول ديو شمير هيوادوله خوا دکوسوا په رسميت پېژندل غير قانونی وبلل اوڅرگنده ئي کړه ، داناقانونه ده چې  په تاريخ کې دلومړی ځل  لپاره تر دوهمې نړيوالی جگړي وروسته ،هغه هيوادونه چې دملگروملتودسازمان غړيتوب  لري ويشل کيږي . داهيواد دټولو هغو اصولو خلاف  چې ددوي تر منځ دجنجال دحل لپاره له هغونه استفاده کېدل دادی تجزيه کيږي . هغه دخپل مينځی ستونزو دحل  دمثبتو بېلگو په توگه دختيځ تيمور اوحبشې يا ايتوپيا تر منځ مسلې نه يادونه وکړه .


دروسې دبهرنيو چارو وزير خبر ورکړ چې دده هيوادبه په فعاله توگه دصربستان دځمکنی بشپړتيادساتلو په هکله دبلگراد دغوښتني له پلي کيدو نه خپل ملاتړ ته دوام ورکړی .


دژباړونکی تبصره :


دفبروری پر ۲۵ دروسيې په دوهم کانال RTR  کي دامريکا اواروپايي ټولنې  پردې سياست باندي چې کوسوا ئې په رسميت پېژندلې يولنډه تبصره وشول ، چي په هغې کښي د ې مسلې ته اشاره وشوه چي د کوسوا په رسميت پېژندل دنړيو الو منل شوو اصولو خلاف يوکار شوئ دی ،که کوسوا دملتونو دحقوقواوسرنويشت ټاکلو ددرناوی داصل  پر بنسټ  په رسميت پېژندل کيږي بيانو په پاکستان کې بلوڅو اوپه هسپانيا کې دهسپانيادبيلتون غوښتونکو جنبش ته هم بايد آزادي ورکړه شي اوخپلواکی ئې په رسميت وپېژندل شی .


ددې تبصرې  په اورېدواوپورته مرکې په لوستلو سره دزبرځواکو بې انصافي اوسياسي لوبي  اوغولونکې څېره  له ورايه څرگندېږی، ټول گورو چې داڅه لوبي اوکوم  انصاف  دی ؟


په ټول خپل منځی اختلاف کښي بياهم  زبرځواکونه يودبل گټې ساتی ځکه  سرگی لاورف وايي چې دفلسطين لخواهم لکه کوسوا دآزادی  خبره تر غوږوکيږي ،يعنی دا شپېته کاله دوی  واړو سياسي لوبې کولې چې د پخواني شوروی اتحاد،اروپايي ټولني  اوامريکا لخوا پرمخ بيول کېدې ،يوې خوا اوبلې خوا ته سفرونه کېدل، اعلاميې او احتجاج ليکونه صادرېدل ،دآمريکا جمهوررييس  جورج دبليو بوش  ددې هيواد دريم ولسمشر دی چې دهمدې مسلې (دفلسطين دخپلواکۍ ) پر سرد راولاړسوو اختلافاتو دحل لپاره  منځنی ختيځ ته دخپل حاکميت ددوران وروستی سفر هم څه موده وړاندي تر سره کړ،دفلسطين  اسرائيلو اويوشمير عربي هيوادو له مشرانو سره ئي ولېدل  .


 روسي مشرانو هم تل داڅرگنده کړې چې دفلسطين دانساني  اورواحق (خپلواکۍ) ملاتړ کوی ،خو اوس  دادی دروسيې دبهرنيو چارو وزير د امريکا او اروپا مشرانوته د کنايې  په ژبه  وايي  ، گوری چې کله موکوسوا په رسميت وپېژندل نودادی د فلسطين د خپلواکۍ  ږغ  هم ترغوږوکيږی  . دخندا وړ اوپه حقيقت حيرانوونکې خبره داده چې دوی اوس پوهيږي  اويا يو اوبل پدې ډاره وی چي دفلسطين دخپلواکۍ ږغ هم تر غوږوکيږي . دا خبره پداسي حال کې کيږي چې ددې ږغ داوچت  ساتلواوخپلواکۍ ترلاسه کولو په خاطر نږ دې  نيمه پېړۍ په لسهاو زره بېگناه فلسطينيانو خپل خوږ ژوند دلاسه ورکړی .


جالبه لاداهم ده چې ولی دروسیې دبهرنيو چارو وزير په پاکستان کې يوازي دبلوڅودنهظت  نوم واخيست  اودپښتنو دخپلواکی دلاري پر مبارزو اوسرښندنوئي خوله پټه ونيول ؟ پدې کښي کوم سياست او کومې موخی نغښتي دي ؟ حتمأ يوڅه شته، ياداچې روسان  نه غواړي پښتانه دپنجاب  د سلطې نه خلاص شی .


پدې هيله چې نړيوال پدې پوه وی  اوداله نظره ونه غورځوی چې دافغانانو پر ښارگودانگريزی استعمار داسي لعنتی چاړه تيره شوې ده چې ددې هيواد له بدنې څخه یې يولاس غوڅ کړ، اوددې غوڅ شوی لاس ددوباره پيونداويا مستقل هويت ددرلودولپاره دډيورنډ دکرغېړنې کرښی  جنوبي لوروته پرتو پښتنو ډيري قربانی ورکړی  اولا اوس هم ددغه  هدف ته درسېدولپاره  قربانيان دی  ،پدې قربانيوکښې افغان ولس هم په امان کې ندی پاته شوی .


دپام وړخبره داده چې همدا اوس دټولو منل سوونړيوالو نورمونوخلاف  ديوه مستقل  هيوادکه دوي (عراقيان ) ځان مستقل بولي په خاوره کې  پر خپل سر دکوردانودخپلواکۍ دجنبش دټکولواو ځپلوپه خاطر  ددريم ځل لپاره آن  دعراق په شمالي برخه کې تر شپيتو کيلومترو پوري ترکی پوځونونه پوځی عمليات لپاره دعراق خاوري ته ننوزی ، هغوي  ته هيڅوک  دانه وایي چي خيريت دی ؟ څه کوی  په پردي  هيواد کې خپل مخالفين ټکوی ؟ د۱۹۵۱ کال ژنودکنوانسيون له مخې  کېداي سي داعراق ته تښتېدلی کردان سياسي پناه وړونکی اوياپه بل عبارت جنگی تاختيان وشمېرل شي،دوی دترکيې دحکومت سره  سياسی اختلاف لری ،دکوم نړيوال قانون له مخې بېله محاکمې ددوی وژنه جوازلري ؟ خو حقيقت دادی  چې ددوی پر سر امريکا ديومتحد اوروسيه د ښواړيکو دساتونکي په توگه  نه غواړي   ترکيه خپه کړي ،ځکه نودانسان وژنې  اوناورين ننداره کوي . دکردانوگناه داده چي  يو وخت دوی پرخپل حرکت  د(( پ ،کا ،کا )) نوم ايښي دی اويو له مشر انو څخه ئې  عبدالله جلان دستانبول ښارته څېرمه په يوه پوځي جزيره کې دا څوکاله بېله محاکمې  تر شکنجې اوحشت  لاندي شپې سباه کوي . ددغو ټولو بې انصافیوپه مقابل کې  نړيوال مطبوعات ،سياسی ډلې او گوندونه دبشردحقوقوددفاع نړيوال سازمانونه چې دخپلواک توب چغې هم وهي چوپه خوله دي ،اونه هم څوک دغو کړنو ته دنفرت په سترگه گوري . اياهغوی چې شمير ئي تر څلوېښتو ميليونوکسانو اوړی اوپه مصنوعي توگه جبرأ دوخت داستعماری زبرځواکو لخوا دعراق ،سوريې اوايران  تر منځ ئې  پلارنی ټاټوبی وېشل شوی ، دا حق نلري چې دکوردستان په نامه خپل  يومستقل هيواد اوسياسی هويت ولري ؟ زبرځواک خو هر حرکت اوهر سړی په تور ليست کې راوستلای شي ،مگر هغه دبشر حقوقو اعلاميه  اوانسانی کرامت  ته درناوی څه شو؟


زماپه گومان روسان دومره دکوسوا اوصر بستان په غم کې ندي لکه چې دروسی امپراتوری دړنگېدوپه غم کښي ،په همدې دروسیې په فدراتيف جمهوريت کې دا سي قومونه سته چې دتزاری روسې دحاکمانو لخوا بيا تر اوسه دروسيې په حاکميت اودغه جغرافيايي قلمرو کې  ساتل شوی دي ،هغوي خپلواکی غواړی مگر څوک ئې ږغ نه اوري . دروسيې دبهرنيو چارو دوزير داخبره چې گويا ديو شمير دولتو لخوا دکوسوا په رسميت پېژندل قانونی خبره نده اورېدونکوته  داسوال پيدا کيږي چې دشوري اتحادتر ړنگېدو وروسته  دشوروی نظام  تر سلطې لاندي دا ((  ۱۵)) جمهور يتونه څنگه جلا شول ؟ ايا هغوي بشپړه خپلواکی لري اوکنه ؟ شوروي هم  هغه هيواد وچې  دملگروملتولخوا نه يوازي داچې په رسميت پېژندل شوی ،بلکي ددې سازمان يو له جوړو نکو هيوادو څخه و،او پر پولوئي فولادی  سيم راگرځېدلۍ و،داسيم ولی وشکېده ؟


دابه عادلانه وی يو ولس چې په زور يابل نامه  په  پردی حاکميت کې  راښکيل شوی وي  اويا د دروغجن ريفرنډم تر پرېکړی لاندي  يوحاکميت پرې منل سوی وي ،که وغواړي خپلواکۍ  تر لاسه کړی داددوي حق دی . دا ټولوته معلومه ده چې تر اوسه لا دفدرالی  نظام اويابل کوم ښکلی استعماری  نامه لاندی ډير خپلواکۍ غوښتونکی ولسونه په اسارت کې ساتل کيږي .