د ماين چاودني يو بهرنى وواژه

عطاالله محمدي | جنوري 31st, 2011


د ناټو ځواكونو په يوه خپره سوې اعلاميه كي چي يوه كاپي يې لراوبر ته هم رارسېدلې راغلي چي د ماين چاودني يې د يوه بهرني سرتيري ژوند واخيست . په خبرپاڼه كي راغلي چي ياد سرتېرى نن ورځ د افغانستان په ختيځ كي ووژل سو خو د نوموړي هويت او د وژل كېدو ځاى يې نه دئ په ډاګه كړى .
ياد فوځي په افغانستان كي د روان كال د جنوري د مياشتي په اوږدو كي يودېرشم بهرنى فوځي دئ چي د جنوري پر يو دېرشمه نېټه د ماين په چاودنه كي خپل ژوند د لاسه وركوي .

Copyright Larawbar 2007-2024