له مصری اوښتون سره ګام پر ګام

د لراوبر اداره | جنوري 30th, 2011


له مصری اوښتون سره ګام پر ګام
د ټونس اوښتون (انقلاب)، داسی ښکاری چی د ټولو عربی هیوادونو لپاره په ټولو ماناوو سره یو سرخوږی شی او دی هم.
پیل یی له مصر څخه وشو، هلته د حسنی مبارک خلاف د خلکو اواز پورته شو.
له مصری اوښتون سره ګام پر ګام:
د ۲۰۱۱ کال جنوری د غم او ستونزو میاشت دی، هر کال یی له پسرلی مالومیږی، په ټونس کی ۲۳ کلن دیکتاتور رژیم چپه، دیکتاتور بن علی په سعودی عربستان کی پناه واخیسته، ښځی یی د دوشپیتو ملیونو ډالرو په ارزښت سره زر له ځان سره ویوړل، او دبن علی اوښی حسن طرابلسی په کاناډا کی د پناهنده ګی غوښتنه کړی.
اوس راځو له مقدمی تیریږو او له مصری انقلاب سره ګام پورته کوو.
د جنوری په میاشت کی مصریان د غربت، بیکاری، اداری فساد او اوسنی ولسمشر حسن مبارک چی له دریو لسیزو یی د حکومت چوکی په خپل ځان پوری تړلی، په خلاف را پاڅیدل.
جنوری۲۵:
دغه ورځ چی د پولیسی ځواک د لمانځلو ورځ په مصر کی بلل کیږی، خلک سرکونو ته راووتل او دا یی د غضب ورځ وبلله. زرګونه خلک د حاکم ملی دیموکراتیک ګوند، باندنیو چارو وزارت، او دولتی تلویزیون په لوری وخوځیدل او د اوسنی ولسمشر لری کیدل یی غوښتل.
ملی پولیسو!!! (د تل په څیر) اوښکی بهوونکی ګاز وکاروی، ډاروونکي ډزی یی وکړی، خو بیا هم قهریدلی خلک مخکی روان وو.
دقهریدلو خلکو دراټولیدو ځای: د تحریر څلور لاری
شعارونه: حسن مبارک دی واک پریږدي
سیاسی ګوندونه دلاریون شاته: تر اوسه کوم ښکاره اعلان چا ندی کړی. اخوانیان هم دسیاسی حل غوښتونکی دي.
د خلکو په راپارولو کی څه شي اړین نقش درلود: فیس بوک، ټویټر، او د چمبلی اوښتون د راوستونکو بلنی
جنوری ۲۶:
دخلکو او پولیسو ترمنځ اخ وډب
داوبام ویاند رابرټ ګیبزوویل چی حکومت باید دخلکومشروع حقوق اعاده کړي.
دعرب لیګ مشر عمر موسی دغه لاریونونه د خلکو غوسه او د حکومته د هغوی ستړیا وبلله او د سولیز غوښتنه یی کړی.


جنوری۲۷:
محمد البرادعی چی د نړیوال اتومی اجنسی پخوانی ریس وو، مصر ته ستون شو او د انتقال د پروسی مسولیت په غاړه اخیستلو تیاري یی وښوده.
لاریونه په پراخه کچه په قاهره، اسماعیلیه، سویز، نیل دلتا، او شیخ زوید په ښارونو کی ښه په درز کی روان وو.
د فیس بوک، ټویټر، او بلک بیری په خدمتونو بندیز ولګید.
جنوری ۲۸:
په فیس بوک، ټویټر، او بلک بیری بندیزونه د اوباما لخوا وغندل شول او د زر تر زره فعالیدو غوښتنه یی و کړه.
اسوشیټید پریس په وینا په ټولو مهمو نقطو کی سپیشل فورس (خاص ځواک) ځای پر ځای شویدی.
د اخوان المسلمین د یو وکیل په وینا ددغه ګوند ۲۰ کسه نیول شویدی.
په دغه ورځ په سویز کانال کی ۱۷۰ کسه ژوبل او ۱۱ کسه وژل شوی خو په قاهری کی د وژل کیدو په اړه کوم خاص خبر نه شته.
ټول ملک کی ۱،۰۳۰ کسو د ژوبل کیدو خبرونه شته.
ګرځبندیز(کرفیو):
ګرځبندیز لګیدلی خو بیا هم لاریونی په خپل ځای دي. ګرځبندیز په پراخه پیمانه رد شوی او توجه ندی ورته شوی.
اوسني دیکتاتور د کابینی دلغوه کیدو اعلان کړی، خو بیا هم لاریونی حاضر ندی چی لاریونونو ته د پای ټکی کیږدي.
جنوری۲۹:
عسکر،د قاهری مشهور زندان چی هر کال په زرګونو لیدونکی خپل طرف ته رابولی، ساتنی ته راغلي تر څو د لوټ او تالان مخه ونیسی. کله چی تیره جمعه خلکو د حاکم ګوند دفتر ته چی موزیم ته نږدی دی اور ورته کړ نو موزیم هم پکی زیانمن شو.
حسن مبارک د لومړی ځل لپاره خپل یو پخوانی فوځی انډیوال عمرسلیمان دولسمشر د مرستیال په توګه او شفیق پخوانی فوځی یی د لومړی وزیر په توګه ټاکلی .


جنوري۳۰: حسن مبارک له فوځی قطعو په داسی مهال لیدنه وکړه چی دعمر سلیمان، مرستیال ولسمشر او مارشال طنطاوی لخوا بدرګه کیده.
محمد البرادعی، د حکومت سرسخت مخالف له مظاهره چیانو سره په تحریر څلور لاري کی یوځای شوی.
د الجزیری په خپرونو بندیز لګیدلی.
مبارک د پراخو تغیراتو راوستلو وعده کړی په حکومتی چوکاټ کی.
حاکم ملی دیموکراتیک ګوند وایی چی ملیونونه خلک د مبارک د پاتی کیدو غوښتونکی دي پداسی حال کی چی مظاهره چیانو وعده کړی چی د مبارک تر چپه کیدو او ددغه ګوند تر پوره لغوه کیدو به دوی خپلو مظاهرو ته ادامه ورکوي.
تر دی مهاله (شپی ۱۲:۰۶ بجی د افغانستان پروخت) د مصر ملی تلویزیون ګرځبندیز د سهار تر ۸ بجو ددوشنبی (سهار) پور غځولی او عسکرو ته ویل شوي چی تر هغه په مظاهره چیانو ډزی ونه کړي تر څو چی مظاهره چیانو کوم غبرګون نه وی ښودلی.
د مبارک زوی تښتیدلی:
خبرونه دي چی د مبارک زوی کمال مبارک په کومه الوتکه کی لندن ته تښتیدلی.

Copyright Larawbar 2007-2024