کونړ: له يرغمل شويو مشرانو څخه شپږ تنه خوشي شول

34 | فبروري 1st, 2011


دکونړ ولايت چارواکې وايي وسله والو طالبانو ديرغمل شويو اتلس قومي مشرانوڅخه شپږتنه خوشي کړي دي
دنوموړي ولايت امنيي قومندان وايي له يرغمل شويو مشرانوڅخه شپږتنه دقومي ټولنيزي شورا په مرسته دوسله والو له منګولو څخه ازاد شوي دي.
نوموړي زياته کړه دقومي مشرانو په مرسته دپاتي نورو قومي مشرانو دخوشي کولو هڅې رواني دي او ډير ژر به په دي وتوانيږي چې هغوي هم ازاد کړي
ديادونې وړده وسله والو طالبانو دروانې اونۍ په پيل کې اتلس قومي مشران دکونړ ولايت له مرورۍ ولسوالۍ څخه تښتولي و.

Copyright Larawbar 2007-2024