کندوز: د ماين چاودنې درې مېرمنې ټپياني کړې

34 | فبروري 1st, 2011


دکندوز ولايت په دشتي ارچي ولسوالۍ کې دسې شنبې په سهار دماين په يوه چاودنه کې درې ميرمني ټپياني شوي دي .
دنوموړي ولايت دوالي وياند وايي دغه چاودنه دسې شنبې په سهارنږدي اوه بجي دشتي ارچي ولسوالۍ ته څيرمه دملکي کسانو په يو سراچه موټر کې رامنځ ته شوه چې له امله يې په موټر کې ناستې دري ميرمني ټپياني شوي دي .
د دشتي ارچې ولسوالۍ په وينا که څه هم دغه ولسوالۍ درې ورځې مخکې له وسله والو طالبانو پاکه شوي خو دوسله والو طالبانو له لوري ښخ شوي ماينونه دولسي وګړو په وړاندې سترګواښ دى .
دکندوز امنيتي چارواکي وايي په نوموړي ولسوالۍ کې دماين پاکۍ کارکوونکي کار کوي او ډير ژر به ياده ولسوالۍ له ماينونوڅخه پاکه کړي .

Copyright Larawbar 2007-2024