د ناټو قومندان اسلام آباد ته ورسېدى

34 | فبروري 1st, 2011


په افغانستان کې دناټوځواکونوعمومي قومندان جنرال ډيوډپيټريس دپاکستاني چارواکوسره دلېدنې په موخه دنوموړي هيوادپلازمېنه اسلام ابادته تللى دى.
په افغانستان کې دناټوځواکونودعامه اړيکو ددفترمشر جنرال سميت وايي چې پاکستان ته دښاغلي پيټريس دسفرموخه دافغانستان او پاکستان ترمنځ دپولو دامنيت او دبېلابېلوامنيتي موضوعاتو په اړه خبرې اترې دي.
دنوموړي په ويناجنرال پيټريس دپاکستان دپوځ له مشرجنرال اشفاق کياني سره په دې اړه خبرې اترې کړي دي.
داپه داسې حال کې ده چې دپاکستان حکومت تل دنړيوالې ټولنې اوافغان حکومت لخواله ترهګرو څخه څو څو ځلې په ملاتړتورن شوى.

Copyright Larawbar 2007-2024